فیضي:افغان واټونه د پردیو د عکسونو او لمانځنو لپاره نه دي

Image caption د افغانستان اساسي قانون د دغه هېواد هر وګړي ته د فکر او نظر اجازه ورکړې خو ښاغلی فیضي وايي چې کله نا کله له دغې وړتیا ځینې خلک ناوړه ګټه اخلي.

د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي ویاند وايي د دوی د هېواد واټونه باید د ده په وینا د پردیو شخصیتونو د لمانځنو لپاره ونه کارېږي.

تر دې وړاندې ښاغلي کرزي په کابل کې د لاريون کوونکو له خوا د ګاونډيو هېوادونو د مشرانو د تصويرونو سوځول او د رسنيو له لارې د هغو ښودل ناسم کار بللی و.

په کابل کې دوه اوونۍ وړاندې په سلګونو لاريون کوونکو د ايران د ولسمشر، مذهبي لارښود او د هغه هېواد د بېرغ ترڅنګ د ځينو افغان چارواکو تصويرونه سوځولي و.

ولسمشر کرزي د شنبې په ورځ ( د جون اتمه) د چارپېريال ساتنې نړيوالې ورځې لمانځنغونډې ته په کابل کې د وینا پر وخت د ګاونډيو هېوادونو د مشرانو د عکسونو سوځول ناسم وبلل:

"موږ باعزته او با وقاره ملت يو، زموږ له خاورې بايد د هېڅ کوم بل هېواد بې عزتي ونه شي."

ولسمشر کرزي ويلي و د افغانستان خلک په مېلمه پالنه کې نوم لري او باید دغه ځانګړتياوې وساتي.

خو د ښاغلي کرزي ویاند د دغو ځانګړتیاو د منلو ترڅنګ بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل: "باید د نورو سپکاوی و نه کړو خو ورسره دا هم باید ومنو چې زموږ په واټونو کې دې د نورو د شخصیوتونو لمانځنې نه وي ځکه چې په ګاونډيو هېوادونو کې د افغانانو له پالنې او ساتنې سره جوخت د هغوی ځورونه او کړېدل هم لیدل شوي چې په ډېرو افغانانو یې بد اغېز کړی او اوس نه غواړي په خپله خاوره د نورو لمانځنې وګوري."

د افغانستان اساسي قانون د دغه هېواد هر وګړي ته د فکر او نظر اجازه ورکړې خو ښاغلی فیضي وايي چې کله نا کله له دغې وړتیا ځینې خلک ناوړه ګټه اخلي.

دوی نور سپيناوی ونه کړ.

ورته مطالب