کرزی اسلامي کنفرانس کې د ګډون لپاره قطر ته ولاړ

Image caption قطر ته د حامد کرزي د سفر یو هدف د افغان سولې د هڅو ګړندي کول هم ښودل شوي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر حامد کرزی په دوه ورځني سفر د سولې د خبرو او یو لړ نورو موضوعاتو پر سر د خبرو لپاره (د یکشنبې په ورځ/ غبرګولي ۱۹/جون نهمه) دوحې ته ولاړ.

له ښاغلي کرزي سره په دې سفر کې د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا او د سولې د عالي شورا رییس صلاح الدین رباني او ځینې نور افغان چارواکي هم مله دي.

ښاغلی کرزی به د امریکا او اسلامي نړۍ نړیوال کنفرانس کې وینا وکړي.

قطر ته د حامد کرزي د سفر یو هدف دا هم ښودل شوی، چې له قطري چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړي کولو وغږېږي.

قطر کې د "یوې لسیزې ډیالوګ" په نامه جوړېدونکی نړیوال اسلامي کنفرانس هدف له امریکا او پاکستان سره د افغانستان د نېکو اړیکو ټینګښت په موخه جوړېږي.

په دې کنفرانس کې به د امریکا او اسلامي نړۍ ترمنځ د ښو اړیکو لرلو پر چارو هم خبرې وشي.

تیلیفوني خبرې

دا دوه ورځنی سفر په داسې وخت کې کېږي چې د افغانستان د سولې د بهیر په برخه کې هڅې ګوندۍ شوي دي.

تېره اوونۍ د امریکا د بهرینو چارو وزیر جان کېري له ولسمشر کرزي سره اوږدې تیلیفوني خبرې کړې وې چې د چارواکو په وینا په قطر کې د طالبانو پر دفتر هم ډېر څه وویل شول.

هغه مهال افغان رسنیو کابل کې د چارواکو له خولې لیکلي و چې ګواکې واشنګټن د طالبانو په وړاندې دومره نرم دریځ غوره کړی چې دوی ته د منلو وړ نه دی.

په دوحه کې به ولسمشر کرزی هغه نړیوال کانفرانس ته وینا اوروي چې د امریکا او اسلامي نړۍ٬ په نامه جوړ شوی دی.

له دې کانفرانس سربیره به ولسمشر کرزی د قطر له امیر او نورو چارواکو سره هم خبرې کوي.

د تېر مارچ په وروستیو کې هم ولسمشر کرزي قطر ته سفر کړی و.

تر هغه سفر وروسته د ولسمشر ویاند ایمل فیضي د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته په یوه ځانګړې لیکنه کې ویلي و:

"د دې سفر لپاره دوه هدفونه وټاکل شول، لومړی دا چې د کابل او دوحې تر منځ باید په سیاسي او دېپلوماتیک ډګر کې دوه اړخېزې همکارۍ او تماسونه ډېر شي چې په نورو برخو لکه تجارت او اقتصاد کې هم اړیکې رامنځ ته شي. دوهم، د سولې د بهیر په اړه چې کوم ابهامات د قطر د رسمي موقف او په دوحه کې د طالبانو د دفتر د پرانیستلو په اړه موجود ول، وضاحت راشي."

ښاغلی فیضي اوس وايي چې د جون د نهمې نېټې په سفر کې به د تېر سفر په ترڅ کې په یادو شويو مسایلو بیا خبرې کېږي.

ولسمشر حامد کرزى د شنبې په ورځ ( د جون اتمه) په کابل کې د جرمني د بهرینو چارو له وزیر ګېدو ویستر سره په خبرو کې وویل چې افغانستان د سولې په باب روان جريانات په پوره دقت او احتياط سره څاري.

ولسمشر کرزي په افغانستان کې د سولې ټينګښت د افغانانو تر ټولو لومړنۍ اړتيا او غوښتنه وبلله او و یې ویل چې افغانستان به هېڅکله اجازه ور نه کړي چې د سولې په اړه د افغانانو سپېڅلې هيله د پرديو د ناوړه هدفونو وسيله وګرځي.

په دې وروستيو کې ولسمشر کرزي په کابل کې يوې غونډې ته د وينا پر وخت ادعا کړې وه چې "ځينې نژدې او لرې بهرنيان هڅه کوي د سولې له بهير څخه د ځان لپاره ګټه پورته کړي."

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر د پرانيستو چارې لا تر اوسه رسمآ نه دې بشپړې شوي خو په تهران کې له ايراني چارواکو سره د طالبانو د خبرو استازيتوب د دوى د قطر د دفتر استازو کړې وې.

په هغه ليدنه کابل هېښتيا ښوولې وه او د بهرنيو چارو وزارت ويلي و چې دوى يې پلټنه کوي.

د افغانستان حکومت د طالبانو د قطر د دفتر په باب له هغه پيله ويل چې دا ځاى بايد يوازې له کابل سره د سولې د خبرو اترو لپاره وکارېږي او نور فعاليتونه بايد په کې نه وي.

کابل کې د چارو شنونکي وايي چې ښايي د ښاغلي کرزي دا وروستی سفر په دوحه کې د طالبانو د دفتر په باب او له لویه سره د سولې د بهیر په برخه کې نوې خبرې په ډاګه کړي.

ورته مطالب