'ایران د طالبانو له استازو سره د کتلو خبر نه مني'

Image caption د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دې ټکي ته په اشارې وویل، چې طالبان له بهرنیو هېوادونو سره ښې اړیکې لري، خو په وینا یې له افغانانو سره دښمني کوي.

افغان دولت وايي، ایراني چارواکي دغه هېواد ته د طالبانو د پلاوي د کوم رسمي سفر تر سره کېدل نه مني.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ایران ته یې د طالبانو د سفر د رپوټونو په اړه د دغه هېواد له چارواکو سره په بېلابېلو کچو اړیکې نیولې دي.

د دغه وزارت ویاند جانان موسی زي په یوه خبري کنفرانس کې وویل، ایراني حکومت ورته په ځواب کې ویېلي، چې طالبانو په رسمي ډول دغه هېواد ته کوم سفر نه دی کړی:

''موږ په دې برخه کې په بېلابېلو کچو اړیکې نیولې او د ایران له اسلامي جمهوریته چې مو کوم ځواب تر لاسه کړی، هغه دا دی چې دوی د طالبانو د کوم رسمي سفر په اړه اطلاع نه لري''.

له افغانانو سره دښمني

زموږ همکار ګلستان شینواری وايي، ښاغلي موسی زي همدغه ټکي ته په اشارې وویل، چې طالبانو په تېر کې هم یو شمېر هېوادونو ته سفرونه کړي دي. د ده په وینا طالبان له نورو هېوادونو سره ښې اړیکې لري، خو له افغانانو سره دښمني کوي:

''طالبانو په تېر کې بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه کړي دي. د جاپان او فرانسې په ګډون یو شمېر هېوادونو ته یې استازي لېږلي، چې هلته یې له مختلفو خواوو سره غیر رسمي اړیکې نیولې دي.

له بده مرغه له بهرنیو هېوادونو سره د طالبانو اړیکې ډېرې ښې دي، خو د افغانستان له خلکو سره دښمني لري. د افغانستان خلک شهیدانوي او ترهګریز بریدونه پرې کوي''.

د بهرنیو چارو وزارت دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې څه موده وړاندې افغان ولسمشر حامد کرزي هم نیوکه کړې وه چې طالبان په یو شمېر هېوادونو کې له اړوندو چارواکو سره پټې خبرې کوي او افغان دولت ته یې په اړه مالومات نه ورکول کېږي.

د ایران فارس خبري اژانس تېره اونۍ ویېلي وو، چې د طالبانو یو پلاوی په یوه کنفرانس کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته ورغلی دی.

طالبانو هم د دې خبرې پخلی کړی و او په یوه خبرپاڼه کې یې ویېلي وو، چې د دوی استازو او ایراني حکومت له یوه بل سره د دوی په وینا پر علاقې وړ موضوعاتو خبرې کړې وې.

افغان دولت ټینګار کوي، چې له طالبانو سره د روغې جوړې او سولې خبرې باید د دغه هېواد د سولې عالي شورا له لارې تر سره شي او نور هېوادونه باید د دوی له وسله والو مخالفینو سره په دې اړه پټې خبرې و نه کړي.

ورته مطالب