پکتیا کې د خدمتونو عرضې نندارتون جوړ شو

Image caption د نارينه وو تر څنګ په نندارتون کې مېرمنو هم بېلا بېل لاسي صنایع کميسونو ، ځونډي ،ګلان، په مريو جوړ قلمونه او نور شیان د خرڅلاو لپاره وړاندې کړي وو.

د پکتيا ولايت په مرکز ګرديزکې د خدمتونو عرضه کولو دوې ورځنی نندارتون جوړ شو.

دغه نندارتون ددې ولايت د کليو پراختيا او بيا رغونې رياست تر چتر لاندې د ثبات د پروګرام پر مټ جوړ شوی و.

په نندارتون کې ګڼ شمېردولتي ادارو، توليدي شرکتونو او مدني ټولنو خپل فعاليتونه او تولیدات خلکو ته د نندارې لپاره وړاندې کړل.

په نندراتون کې د دولتي ادارو د کار کړنو تصويرونو تر څنګ ،د نورو شرکتونو له لوري مربا ، چپس ، اچار مالګه ، لاسي صنايعې او ځینې نور شیان هم نندارې ته روړاندې شوي وو.

په پکتيا کې د کليو او پراختيا رياست چارواکي وايي ، چې په دې نندارتون کې د پکتيا دولتي ادارو او مدني ټولنو هغه خدمات عرضه کړي چې د پکتيا خلکو لپاره يې ترسره کړي دي.

د دې ولايت د کليو پراختيا ریس عبدالرحمان رحماني وايي ، چې په دې نندارتون سره به د پکتيا توليدات لا پراختيا پیداکړي او خلک به له توليداتو خبر شي.

"له دې نندارتون څخه هدف دا و چې موږ خلکو ته وښيو چې افغانان بیا خصوصاً پکتياوال هم کولای شي ، په خپل لاس جوړ شوي شيان نندارتون ته وړاندې کړي دا به په آینده کې دوام وکړي"

ننداره کوونکو ویل، د لومړي ځل لپاره یې د ځينو شيانو ننداره پیل کړی او په زړه پورې توکي به په کې وپلوري :

د نارينه وو تر څنګ په نندارتون کې مېرمنو هم بېلا بېل لاسي صنایع کميسونو ، ځونډي ،ګلان، په مريو جوړ قلمونه او نور شیان د خرڅلاو لپاره وړاندې کړي وو.

د نندارتون یوې ګډون والې زلما د نندارتون ارزښت داسې بیان کړ:

"په خپل لاس ګنډلي شيان مې راوړي دي، کېدای شي خرڅ شي، دا به مې له کورنۍ سره زما له خوا مرسته وي ، غواړم په راتلونکي کې نور لاسي شيان جوړ کړم"

دا لومړی ځل دی، چې پکتيا کې د دولتي ادارو تر څنګ شخصي شرکتونه په پراخه کچه په یو نندارتون کې برخه اخلي او خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کوي.

ورته مطالب