ښځو پر وړاندې جرم کې کورنیو چارو وزارت غفلت نه مني

Image caption په راپور کې راغلي چې پوليس بيا د يادو شويو پېښو د ٣٢ سلنه عاملانو په نيولو کې هم پاتې راغلي دي.

د افغانستان کورنيو چارو وزارت د بشر د حقونو د خپلواک کميسیون هغه شمېرې نا سمې بللي چې ګواکې د جنسي تېريو او د پت په نامه د و ژنو ١٥ سلنه عاملان پوليس ماموران دي.

ياد شوي وزارت دا خبره هم بې بنسټه بللې چې ګواکې افغان پوليس د پت په نامه د وژنو او جنسي تېريو د ٣٢ سلنه عاملانو په نيولو کې پاتې راغلي دي.

د کورنيو چارو وزارت د بشر د حقونو د خپلواک کميسیون وروستى راپور يو اړخيز بللى او ويلي دي، په داسې حال کې چې اړوند وزارت په اړيکه کې نه وي، د دغه راز راپورونو خپرول د نړيوالو ارونو سره په ټکر کې خبره ده.

وزارت وايي دا شونتيا ورسره تړلې وي چې د پوليسو پر اړه د هېواد د وګړو اندونو ته ناسم ليد لورى ورکړي.

د بشر د حقونو خپلواک کميسیون یکشنبه (جون ۱۰مه) داسې يو راپور خپور کړ چې سرليک يې و د جنسي تېريو او پت په نامه وژنو پر اړه ملي څېړنه.

د دغه راپور په پوه برخه کې د جنسي تېريو او پت په نامه وژنو ١٥ سلنه عاملان افغان پوليس بلل شوي دي.

خو کورنيو چارو وزارت ويلي کوم شمېر پوليس چې په دغه راز پېښو کې ښکېل وو هغه يې نيولي او د قانون پنجو ته يې سپارلي دي.

په راپور کې راغلي چې پوليس بيا د يادو شويو پېښو د ٣٢ سلنه عاملانو په نيولو کې هم پاتې راغلي دي.

خو کورنيو چارو وزارت ويلي د يو شمېر تورنو کسانو د نيولو لپاره وخت ته اړتيا وي او دا چې نه دي نيول شوي دا مانا نه لري چې پوليس يې نيول نه غواړي.

د بشر د حقونو خپلواک کميسیون ويلي په څه باندې دوو کلونو کې يې ٢٤٠ د پت په نامه وژنې او څه باندې ١٦٠ د جنسي تېريو پېښې ورسره ثبتې کړې دي.

ورته مطالب