ډوبه شوې بېړۍ کې د افغانانو شته والی نه دی معلوم

Image caption زیاتره وخت په کمزورو او نه خوندي بېړیو کې تر حد ډېر کسان هم لېږدول کېږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات وايي په هغه بېړۍ کې چې د هند په سمندر کې ډوبه شوې د افغان کډوالو شتون لا نه دی روښانه شوی.

یوه بېړۍ چې ۶۰ تنه په کې سپاره وو او د آسترالیا په لور روانه ډوبه شوې.

ژغورونکې ډلې توانېدلي چې د دغې پېښې ۱۳ مړي ومومي خو تر څلورو ورځو پرله پسې پلټنو سره سره یې لا څوک ژوندي نه دي موندلي.

آسترالیا او یو شمېر اروپايي هېوادونو په دې وروستیو کې د کډوالۍ قانونونه سخت کړي او په آسانۍ سره کډوال نه مني.

د افغانستان په خبري رسنیو کې بهرنیو هېوادونو ته د سفر نه کولو له پرله پسې اعلانونو او تبلیغاتو سره سره هره ورځ ګڼ کسان ځانونه قاچاق وړونکو ته سپاري او د سفر موزې په پښو کوي.

خدایداد هغه افغان کډوال دی چې خپل کور یې پلورلی، پیسې یې پور کړي او شاوخوا درې میاشتې کېږي چې د استرالیا یوه ټاپو ته رسېدلی.

دی وايي نه پوهېږي چې د استرالیا په کوم ځای کې دی، د کار کولو اجازه نه لري او برخلیک یې هم نه دی معلوم.

خدایداد وايي له پاکستانه تر تایلنده او بیا تر مالیزیا او اندونیزیا په قاچاقي ډول په الوتکه کې ولاړ، خو اصلي ستونزه بیا له اندونیزیا تر آسترالیا وه:

"له اندونیزیا تر آسترالیا په کوچنۍ بېړۍ کې ولاړو. ډېرې زیاتې ستونزې مو وګاللې. څو ځلې ونیول شوو، بندیان یې کړو او ډېر وځورېدو."

په استرالیا کې زیاتره پناه غوښتونکي هم د افغانستان، سریلانکا او ایران اوسېدونکي دي.

زیاتره وخت په کمزورو او نه خوندي بېړیو کې تر حد ډېر کسان هم لېږدول کېږي.

د خدایداد په وینا قاچاق وړونکو ګڼ کسان په یوې بېړۍ کې پورته کړل چې هېڅ راز خوندیتوب په کې نه وو:

"موږ ۹۳ تنه یې په یوې کوچنۍ بېړۍ کې سپاره کړو چې د هغو ترمنځ افغانان، عراقیان، ایرانیان او نور خلک وو."

وړاندې تردې څو څو ځله افغان کډوال چې غواړي اروپايي هېوادونو او یا هم استرالیا ته ولاړ شي په سمندر کې ډوب شوي دي.

دغه شان یوه پېښه یوازې څلور ورځې مخکې د هند په سمندر کې وشوه.

یوه بېړۍ چې شاوخوا ۶۰ تنه په کې سپاره وو ډوبه شوه، چې د ۱۳ تنو مړینه یې تایید شوې او د نور برخلیک لا نه دی روښانه.

که څه هم په بېړۍ کې د سپرو کسانو هویت نه دی په ډاګه شوی خو داسې وېره شته چې ښايي د قربانیانو په ډله کې افغانان هم وي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات ویاند جانان موسی زی وايي دوی په دې اړه خپلې څېړنې کوي.

د استرالیا کرېسمېس ټاپو له اندونیزیا سره نژدې پرته ده او د پناه غوښتونکو تر منځ ډېره مشهوره هم ده.

پناه غوښتونکي قاچاق وړونکو ته پیسې ورکوي چې د اندونیزیا له بندرونو یې استرالیا ته ورسوي.

زیاتره دغه کسان چې د بې وزلۍ، جګړو او تاوتریخوالي له امله دغه راز سفرونو ته زړه ښه کوي خواشینونکې پایلې لري او د سلګونو افغانانو په ګډون یې د ډېرو ژوند هم ترې اخیستی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په ګڼو اروپايي هېوادونو او آسترالیا کې د کډوالۍ قوانین سخت شوي دي او تر ډېره کډوال نه منل کېږي.

ورته مطالب