طالبان: له ماشومانو سرونه موږ نه دي غوڅ کړي

Image caption وسله والو طالبانو دغه پېښه کې لاس لرل رد کړي.

پرون ( مې ۱۰ ) د کندهار د والي ویاند بي بي سي ته ویلي و، چې وسله والو طالبانو د یاد ولایت په ژړۍ ولسوالۍ کې د دوو ماشومانو سرونه د جاسوسۍ په تور غوڅ کړي دي.

خو وسله والو طالبانو دغه پېښه کې لاس درلودل رد کړي دي.

طالب وياند قاري محمديوسف احمدي وايي، چې طالبانو له تېرې څه مودې راهيسې د داخلي کسانو د سر غوڅول منع کړي دي. د نوموړي په وینا دوی د يادو ماشومانو څخه د سر د غوڅېدو پېښه هم غندي.

ویل کېږي چې یو تن وژل شوی یې ۱۰ کلن وو چې په ژړۍ ولسوالۍ کې یې له پولیسو د خوراکي توکو مرسته ترلاسه کړې وه.

د کندهار والي د دغو ماشومانو سرونه پرې کول غیر انساني او غیر اسلامي عمل بللی.

ځايي چارواکي وایې، ښایی دغه کوچنیان امنیتي ځواکونو ته د جاسوسۍ په تور وژل شوي وي.

ویل شوي چې د پېښې دویم قرباني شپاړس کلن وو.

ورته مطالب