افغان ښځو شبکه پولیس د ښځو له حقونو ناخبره ګڼي

Image caption سلنه افغان پوليس د ښځو له هغو حقونو نه دي خبر چې د دغه هېواد اساسي قانون، د نه تاوتريخوالي قانون او نورو قوانينو ورکړې دي.

د افغان ښځو شبکه وايي چې شاوخوا ٨٠ سلنه افغان پوليس د ښځو له هغو حقونو نه دي خبر چې د دغه هېواد اساسي قانون، د نه تاوتريخوالي قانون او نورو قوانينو ورکړې دي.

دغې شبکې په اړونده برخه کې تر يوې سروې وروسته ويلي چې د امنيتي لېږد په اوږدو کې بايد دا تشه ډکه کړل شي.

سربېره پر دې ياد شوي بنسټ له نړيوالې ټولنې غوښتي چې د لېږد تر بهير وروسته هم د ښځو د حقونو له بنسټونو سره مرستې د اوس مهال په څېر روانې وساتي وايي که داسې ونه شي دا شونتيا شته چې د دغه ډګر د يوې لسيزې لاس ته راوړنې بېرته له لاسونو ووځي.

د افغان ښځو شبکې په کابل، لغمان، ننګرهار، سمنګان، او هلمند کې له لسګونو ښځو سره مرکې کړي او بيا يې د هغې پر بنسټ له افغان او بهرنيو ځواکونو څخه يو لړ غوښتنې کړي چې په وينا يې بايد د امنيتي لېږد په اوږدو کې ورته پام وشي.

د ياد شوي بنسټ سرپرستې مشرې حسينې ساپۍ وويل د دوى د موندنو له مخې اوس مهال شاوخوا شل سلنه ملي پوليس د ښځو په اړه له قانوني سپارښتنو خبر دي خو وايي له بهرنيو و افغان ځواکونو ته د امنيتي لېږد په اوږدو کې بايد په دې برخه کې نورې هڅې وشي.

اغلې ساپۍ وويل دا غوښتنې يې پرون د کورنيو چارو وزارت له چارواکو سره شريکې کړي چې په وينا يې پوليس چارواکو له مخکې څخه په دې برخه کې د پوهاوي د بهيرونو د بشپړتيا خبر ورکړ او و يې ويل چې په راتلونکي کې به هم د ښځو د ستونزو په اړه د ملي پوليسو د پوهاوي بهير روان وساتي.

همدا راز د افغان ښځو شبکې له حکومت او نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د مشرتابه په برخه کې د ښځو د وړتياوو لوړولو ته پام وکړي، او دا د دې لپاره چې وايي دغه مشرتوب له سمبوليکې بڼې ووځي او ريښتوني بڼه غوره کړي.

ياد شوي بنسټ له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د امنيتي لېږد تر بشپړتيا وروسته هم د ښځو د حقونو د خونديتوب له بنسټونو سره خپلې مرستې د اوس په څېر روانې وساتي ګنې وايي دا اندېښنه شته چې د دغه ډګر لاس ته راوړنې بېرته له لاسه وځي.

ورته مطالب