قطر د کابل – طالب خبرو د زمينې برابرولو هوډ وښود

Image caption ښاغلی کرزي د امریکا او اسلامي نړۍ نړیوال کنفرانس ته وینا وکړه چې په قطر کې جوړ شوی و.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په قطر کې د هغه هېواد له امیر حمد بن خلیفه آل ثاني سره په امیري دیوان کې د دوشنبې په ورځ ( د جون، ١٠ ) وکتل.

د افغان چارواکو په وينا په دغه کتنه کې دواړو غاړو د افغانستان او قطر ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو د لا پراختیا او د افغانستان د سولې د بهیر د چټکتیا په باب خبرې وکړې.

د افغانستان د ولسمشرۍ د وياند دفتر وايي د قطر امير ښاغلي کرزي ته وويل د قطر دولت د افغانستان د سولې د بهیر د چټکتیا او د افغانستان د دولت او د طالبانو ترمنځ د مذاکرې لپاره د زمینې د برابرولو په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.

دا جزييات نه دي ورکړل شوي چې دا زمينه په څه ډول برابرېږي.

کابل په تېرو کلونو کې په بيا بيا پر پاکستان غږ کاوه چې د افغان طالبانو مشرتابه د سولې خبرو اترو ته چمتو کړي.

قطر په دې وروستيو کې د افغان سولې بهير لپاره په دې ارزښت موندلى چې د طالبانو لپاره د سياسي دفتر ځاى د دغه هېواد پلازمېنه دوحه ټاکل شوى دى.

په دوحه کې د طالبانو د دفتر په باب د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي بي بي سي پښتو ماښامنۍ راديويي خپرونې ته وويل:

"د طالبانو د دفتر د پرانيستلو په باب په جزيياتو خبرې وشوې. د قطر امير يو وار بيا خپله ژمنه تکرار کړه او و يې ويل چې په دغو ټولو مواردو کې قطر له افغانستان سره موافق دى او و يې ويل هغه ټول امکانات چې د دوى په اختيار کې دي د افغانستان د سولې د بهير لپاره او د طالبانو لپاره د يوه دفتر د پرانيستلو لپاره به يې وکاروي او له افغانستان سره به په تمامه مانا همکار و اوسي."

د قطر د امير له خولې افغان چارواکو دا هم ويلي چې افغانانو د څو لسیزو جګړو له امله ډېر کړاوونه لیدلي دي او د قطر دولت د هغوی حالت درک کوي او د قطر خلک افغانانو ته ځانګړی احترام لري.

حامد کرزي په دغه کتنه کې د قطر له امیر حمد بن خلیفه آل ثاني څخه مننه وکړه چې د مخکیني سفر د پرېکړو د عملي کولو لپاره یې د قطري پانګوالو ځانګړی هیات یې کابل ته را واستاوه.

په دغه کتنه کې د قطر امیر ته بلنه ورکړل شوې چې افغانستان ته سفر وکړي.

د قطر امیر والا حضرت حمد بن خلیفه آل ثاني کابل ته د دغه هېواد د پانګوالو او سوداګرو د هیات له سفر او په افغانستان کې د پانګونې لپاره د هغوی د چمتوالي له امله خوښي څرګنده کړه.

ورته مطالب