کابليان په گرځنده فون د برېښنا پيسې ورکولى شي

برېښنا شرکت
Image caption برېښنا شرکت وايي، د موبایل له لارې د برېښنا د بېل ورکولو لړۍ نورو ولایتونو ته هم غځوي.

له دې وروسته کابل ښاریان کولی شي، چې خپل د برېښنا لګښت د ګرځنډه ټلیفون له لارې ورکړي.

تر دې مخکې به د برېښنا شرکت مشتریان خپل برېښنا لګښت د پرې کولو لپاره په بانکونو کې په کتارونو کې درېدل، چې هغه به هم یوازې د ځینو بانکونو په یوشمېر څانګو کې ورکول کېده.

کابل کې زموږ همکاره ماریا محب د افغانستان د برېښنا شرکت چارواکو له خولې وايي، چې تر دې وروسته خلک کولای شي، چې د خپل ګرځنډه یا مبایل ټیلې فون له لارې خپل برېښنا لګښت پرې کړي.

دغه سیستم په داسې بڼه جوړ شوی، که څوک غواړي، چې د خپل برېښنا لګښت د ټلیفوني لنډپیغام له لارې پرې کړي، باید پخپل ټلیفون کې له لګښت ډېرې پیسې ولري.

د برېښنا شرکت د سوداګرۍ څانګې مشر میرویس عالمي وايي، وړاندې تر دې زیاتره مشتریانو ته د برېښنا د لګښت پاڼې په وخت نه رسېدلې، خو وروسته تر دې به دغه ستونزه له منځه ولاړه شي:

لنډ پیغام

''دغه تدبیر مو چې نن نیولی، یعنې د ټیلې فوني لنډ پیغام له لارې به لګښت پاڼه لېږو، داسې یو کار دی، که مشتریان د غره په سر هم ژوند کوي، لګښت پاڼه به ورته رسیږي.

دغه مشتریان کولی شي، له خپل کوره هم د برېښنا لګښت پرې کړي. یا کولی شي، دغه پیغام بانک ته وروښيي او خپل لګښت پرې کړي او کولی شي، چې هغه کارت چې له سیم کارت سره یو ځای ورکول کیږي، هماغه کارت که د اتصالاتو او یا هم د پښتني بانک نمایندګیو ته وروړي، د هغوی لګښت ورته ورښيي او دوی خپلې پیسې ورسپارلی شي''.

د برېښنا شرکت چارواکي وايي، تر دې دمه شا وخوا سل زره سیمکارټونه پر خلکو وېشل شوي، چې ورسره به دغه بهیر لا ګړندی کړي.

دغه چارې د امریکا د پرمختیايي ادارې یا یو اس اې آی ډی په مرسته ترسره کیږي.

د چارواکو په وینا په نږدې راتلونکي کې به ورته چارې په مزار، هرات، کندهار او ننګرهار کې هم وغځول شي.

د افغانستان برېښنا شرکت د پلان له مخې تر راتلونکو څو کلونو به د برېښنا لګښت پرې کولو نوی او پخوانی دواړه سیستمونه فعاله وي.

ورته مطالب