ننګرهار کې نوی اسلامي پوهنتون جوړیږي

Image caption تېر کال سعودي عربستان اعلان کړى و چې په افغانستان کې به د سيمې پر کچه يو ستر اسلامي پوهنتون جوړوي.

په پام کې ده چې د افغانستان په ختيځ ولايت ننگرهار کې يو نوى اسلامي پوهنتون جوړ شي.

تر دې مهاله د دغه نوي پوهنتون ظرفيت نه دې ځانگړی شوی، خو چارواکي وايي چې له ۱۰۰۰ تر يو نيم زر جريبه ځمکه کې به جوړ شي.

له کابله د بي بي سي خبریال مصطفى سالک خپل رپوټ کې کاږي، چې د دغه پوهنتون د جوړيدو خبره په تېر کې د اسلامي هېوادونو د عمومي غونډې په ترڅ کې د افغان چارواکو او اسلامي هېوادونو د استازو تر منځ ياده شوې وه.

په پام کې ده چې د ځمکې د ټاکلو او يو شمېر فني څېړنو لپاره د کارپوهانو يوه ډله په نژدې ورځو کې له پلازمپنې کابله ننگرهار ته ولېږدي.

د ماليې وزارت مرستيال نجيب منلي وويل، چې پر دغه پوهنتون ٣٠ ميلیونه ډالره لگښت راځي چې د نړيوال اسلامي پرمختيايي بانک له خوا ورکول کېږي.

ښاغلي منلي وويل، چې د دغه ستر اسلامي پوهنتون د جوړيدو عملي چارې به راروان کال کې پيل شي.

چارواکي وايي چې هند به د دغه علمي بنسټ د نصاب د جوړولو په برخه کې له افغان پوهانو سره مرسته کوي.

تېر کال سعودي عربستان اعلان کړى و چې په افغانستان کې به د سيمې پر کچه يو ستر اسلامي پوهنتون جوړوي.

دا پوهنتون به يوه لويه ليليه،لوبځاى، ا د اسلام اباد فيصل جومات ته ورته يو جومات هم ولري.

چارواکي وايي چې په افغانستان کې د اسلامي زده کړو بنسټونه شته خو دا چې ځوانان دې اړخ ته ډيره ليوالتيا لري نو د دغه راز يوه ستر پوهنتون جوړيدو ته اړتيا ليدل کېده.

ورته مطالب