هلمند: پولیس خپل شپږ ملګري په ډزو ووژل

Image caption یوه کس چې ښایي پولیس وي، خپل شپږ ملګري په ډزو سره وژلي دی. عمر ځواک

طالب پلوه پولیس خپل شپږ ملګري په ډزو ووژل.

د هلمند د ولایتي ادارې ویاند عمر ځواک وایي چې یوه کس چې ښایي پولیس به وي، خپل شپږ ملګري په ډزو وژلي دی.

دغه پېښه د موسی کلا ولسوالۍ د دهزور په سیمه کې نن ( پنجشنبه ) سهار وختي رامنځ ته شوې.

ښاغلی ځواک وایي، په دغه پېښه کې دوه ملي پولیس او څلور سیمه ییز پولیس وژل شوي او برید کونکي شپږ میله وسله او یو رنجر ګاډی له ځان سره وړی دی.

چارواکي وایي، دا لا نه ده معلومه چې په پوسته کې شخړه رامنځ ته شوې او که برید کونکی طالب پلوه پولیس ؤ.

خو وسلوال طالبان ادعا کوي چې دا کار د دوی یوه نفوذي ملګري کړی.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي وایي چې په دغه پېښه کې د دوو قومندانانو په ګډون اته تنه پولیس وژل شوي او بریدکونکی له وسلو او یوه رنجرګاډي سره دوی ته ورغلی.

دا په روانه اونۍ کې دویمه پېښه ده چې د یوه پولیس له خوا خپل ملګری وژل کېږې.

د دغې اونۍ په سر کې دهلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې اووه تنه پولیس دخپل یوه بل ملګري له خوا ووژل شول او بریدکونکی تښتیدلی و.

ورته مطالب