م م امنیت شورا د کابل پر سترې محکمې برید وغانده

Image caption اعلامیه کې راغلي چې هېڅ ډول ترهګریز فعالیت نه شي کولای د افغانانو په مشرۍ د سولې د هڅو پر وړاندې خنډ شي.

د ملگرو ملتونو امنیت شورا په کابل کې د وړمې ورځي ځانمرګی برید په سختو ټکو وغانده.

په دغه پېښه کې چې د سترې محکمې په دروازه کې وشوه، ۱۷ تنه ملکي وګړي ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

د امنیت شورا غړو د ملکي وګړو ، افغان او نړیوالو ځواکونو او هم د مرستندویه ادارو په وړاندي د طالبانو او نورو وسله والو ډلو ګواښونو ته جدي اندېښنه ښودلې او له ټولو هېوادونو یې غوښتي چې د دغسي کسانو په موندلو کې له افغان حکومت سره فعاله همکاري وکړي.

دوې ورځې وروسته له هغه چې په کابل کې د سترې محکمې د دروازې مخې ته ځانمرګي برید ۱۷ ملکي وګړي ووژل او نژدې ۳۹ تنه یې ټپیان کړل، د ملګرو ملتونو امنیت شورا دغه پېښه په سختو الفاظو وغندله.

د امنیت شورا په یوه اعلامیه کې راغلي چې د دې شورا غړي د خلکو او هم افغان او نړیوالو ځواکونو په وړاندې د وسله والو مخالفینو له ګواښونو څخه سخته اندېښنه لري.

د یوناما دفتر ویاندې نیلاب مبارز کابل کې زموږ همکارې فریبا ظاهر ته ویلي چې د دغې شورا غړو ټینګار دادی چې ددغسي پیښو عاملین ، تنظیموونکي او مرسته کوونکي باید محاکمه شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ټینګار کوي چې د هر ډول امکاناتو په کارولو سره به د ترهګریزو فعالیتونو له ګواښونو سره مبارزه کوي.

په اعلامیه کې راغلي چې هېڅ ډول ترهګریز فعالیت نه شي کولای د افغانانو په مشرۍ د سولې د هڅو پر وړاندې خنډ شي.

تر دې وړاندي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یان کوبېش دغه ډول کړنې د نه منلو بللې وې او د پېښو پر مهال یې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي غوښتنه کړې وه.

ورته مطالب