بریدونو کې وسله والو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

Image caption په لوګر او پکتیا ولایتونو کې ځايی چارواکي وايي د بې پیلوټه الوتکو په درې جلا، جلا بریدونو کې نهه وسلوال وژل شوي دي.

د افغانستان سویل ختیځ پکتیکا ولایت کې چارواکي وايي، جانیخیلو ولسوالۍ کې د ملي او سیمه ییزو پولیسو د موټر پرکاروان بمي چاودنه کې پنځه پولیس وژل شوي چې د وه ملي پولیس اودرې نور یې سیمه ییز پولیس دي.

د پکتیکا ولایت دمقام له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې چاودنه کې اووه سیمه ییزو پولیس ټپیان شوي هم دي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

بل لور ته په لوګر او پکتیا ولایتونو کې ځايی چارواکي وايي د بې پیلوټه الوتکو په درې جلا، جلا بریدونو کې نهه وسلوال وژل شوي دي.

د لوګر د امنیت امر رییس خان صادق بي بي سي ته وویل، چې نن سهار د محمد آغې ولسوالۍ د سرخاب په سیمه کې پنځه وسلوال هغه مهال د بې پیلوټه الوتکو په برید کې ووژل شول چې له سیمې د تېښتې په حال کې وو.

د نوموړي په وینا دغه کسان په محمد اغې ولسوالۍ کې د افغان او بهرنیو ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی دي.

ځايي چارواکي وايي محمد اغه د لوګر یوه له هغو سیمو ده چې بهرني وسلوال په کې ځای پر ځای شوي دي.

دغه راز د پکتیا د امنیت امر محمد زمان بي بي سي ته وویل تېره شپه بې پيلوټه الوتکو په سید کرم ولسوالۍ کې درې او په ګرده څېړۍ ولسوالۍ کې یو وسله وال په نښه کړل او ویې وژل.

ورته مطالب