" په خوښه د وینې مرسته کوونکو شمېر ډېر شوی "

Image caption د جون ۱۴ مه اته کاله وړاندې د وینې د نړیوالې ورځې په توګه وټاکل شوه.

د روغتیا د نړیوال سازمان چارواکي وايي، په افغانستان کې په خپله خوښه د وینې د ورکولو کچه د تېر کال پرتله ۲۰ سلنه لوړه شوې ده.

افغانستان د روغتیا وزیره ثریا دلیل وايي، په تېر یو کال کې یې د وینې د ټولولو د پراخو کمپاینونو په لړ کې، له لسګونه زره کسانو وینه راټوله کړې ده.

په همدې حال کې د افغانستان د روغتیا وزارت وايي، تېر کال یې په دغه هېواد کې د وینې راغونډولو سلګونه کمپاینونه ترسره کړي دي.

سره له دې چې اوسمهال د افغانستان په یو شمېر روغتونونو کې د وینې بانکونه شته، خو ډېرکله هغه ناروغان چې وینې ته اړتیا لري دې ته اړ کېږي چې له خپلو خپلوانو او نږدې ملګرو یې ترلاسه کړي.

له کابله زموږ همکار فهیم عابد په رپوټ کې کاږي، چې پلازمېنه کابل کې د وینې نړیواله ورځ د وینې راټولولو په کمپاین ولمانځله شوه.

عامې روغتیا وزارت هغه کسان په هڅوونکو ډالیو ونازول چې په وار وار یې په خپله خوښه وینه ورکړې ده.

افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان مشر احمد شادول په دې اړه وايي:

"په خپله خوښه د وینې ورکولو کچه سږ کال ۲۰ سلنه لوړه شوې او له ۳۰ سلنې نه ۵۰ سلنې ته رسېدلې ده. او دا د پام وړ فعالیت دی چې له امله یې باید له وینې ورکوونکو، ټولنې او افغان ولس نه مننه وشي."

په همدې حال کې د افغانستان د روغتیا وزیره ثریا دلیل وايي، په تېر یو کال کې یې د وینې د ټولولو د پراخو کمپاینونو په لړ کې، له لسګونه زره کسانو وینه راټوله کړې ده.

" په تېرو ۱۲ میاشتو کې د وینې راټولولو ۲۳۰ پروګرامونه په ملي او نړیوالو بنسټونو کې په کابل او ولایتونو کې ترسره شوي دي. په په همدې موده کې له ۷۱۶۴۲کسانو وینه راټوله او ذخیره شوې ده."

ډېر هغه افغانان چې د جراحي عملیاتو پر مهال وینې ته اړیتا لري باید له خپلو خپلوانو او نږدې ملګرو مرسته وغواړي.

خو چارواکي وايي، کومه وینه چې له خلکو راټولوي د ځانمرګو بریدونو او چاودنو له امله د ټپی شویو کسانو او کله هم د نورو ناروغانو لپاره کارول کېږي.

د جون ۱۴ مه اته کاله وړاندې د وینې د نړیوالې ورځې په توګه وټاکل شوه چې اوس هر کال د نړۍ په بیلابیلو هېوادونو کې لمانځله کېږي.

ورته مطالب