کرزی وايي د نواز شریف د ملکي وګړو د وژنې اندېښنه پر ځای ده

Image caption ځینو پاکستاني سیاستوالو ګواښ کاوه چې امريکايي ډرون الوتکې به نسکوروي.

د بې پېلوټه یا ډرون الوتکو د بریدونو په باب د پاکستان د یوه خصوصي تلوېزيون د یوې پوښتنې په ځواب کې ولسمشر کرزي ويلي چې که ملکي وګړي په کې مري نو دی یې غندنه کوي.

د پاکستاني تلوېزيون له لوري ښاغلی کرزی ننګول شوی چې ډرون الوتکې د افغانستان له خاورې الوتنه کوي او د قبایلو پر سیمو بمبارۍ کوي.

افغان ولسمشر وايي چې دا د امريکا او پاکستان خپل منځي معامله ده چې په خپلو کې یې باید حل کړي.

ښاغلي کرزي زیاته کړې چې دی هم د پاکستان د لومړي وزیر نواز شريف غوندې د ډرون بریدونه هاله غندي چې ملکي وګړي په کې ووژل شي.

ولسمشر کرزي ويلي لکه څرنګه چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي وګړو پر وژنې خواشینی کېږي او غندي یې همدا ډول په پاکستان کې د ډرون له بریدونو خوښ نه دی چې ملکي وګړي ووژني.

په پاکستان کې د امريکايي ځواکونو له خوا د بې پېلوټه الوتکو بریدونه د واکمنو لپاره په خورا پېچلې او لانجمنه مساله بدله شوې ده.

نوي لومړي وزير نواز شریف د ټاکنو په منډو ترړو کې ژمنه کړې وه چې د مخنیوي لپاره به یې کار کوي.

ځینو نورو پاکستاني سیاستوالو ګواښ کاوه چې امريکايي ډرون الوتکې به نسکوروي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او پوځي چارواکي تل له واشنګټن سره په خبرو کې پر دې مسالې خبرې کوي.

ځینې پاکستاني رسنۍ او سیاستوال وايي دا بریدونه د دوی په خاوره د تېري په مانا دي.

ورته مطالب