امریکا روزلي افغان پیلوټان له کار کولو ''ډډه کوي''

Image caption افغانستان په پام کې لري چې تر ۲۰۱۷ کاله شاوخوا څلور سوه پیلوټان وروزي

د افغانستان د هوايي ځواکونو قومندان وايي یو شمېر افغان پیلوټانو په امریکا کې د خپلې روزنیزې دورې تر پای ته رسولو وروسته له افغان پوځ سره له کار کولو ډډه کړې ده.

افغان حکومت په پام کې لري چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه د هېواد هوايي ځواک د ترانسپورتي الوتکو او پیلوټانو د روزنې له پلوه اویا سلنه بشپړ کړي.

یو شمېر ځوان پیلوټان امریکا ته هم لېږل شوي دي چې د رپوټونو له مخې له هغې ډلې لس تنه یې بېرته افغانستان ته نه دي ستانه شوي او په امریکا او کاناډا کې یې د اوسېدو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د هوايي ځواکونو قومندان جنرال وهاب وردګ په وینا یو شمېر هغه پیلوټان چې بېرته هېواد ته راستانه شوي له افغان هوايي ځواک سره له کار کولو یې ډډه کړې ده:

''هغه پیلوټان مو چې بهر ته لېږلي، هغو نجونو چې په بهر کې یې اولوتنې کړي هغوی هم باید له یاده ونه باسي چې زموږ هوايي ځواک له اقتصادي پلوه ډېر بې وزله دی. باید هېر نه کړي چې بهر ته ولاړل، الوتنې یې وکړې انګریزي یې زده کړه او بیا چې افغانستان ته راغلل نو د افغانستان هوايي ځواک ته خدمت نه کوي. هلته یې زده کړې وکړې اوس دلته وايي چې له هوايي ځواک سره کار نه کوو''.

په امریکا کې ددغو پیلوټانو پر روزنې ډېر لګښت راغلی، هغه شان چې د افغانستان د هوايي ځواکونو قومندان وايي پر هر افغان پیلوټ پر روزنې یو میلیون او دوه سوه زره ډالره لګېدلي دي:

لاس اوږدول

Image caption د افغانستان د هوايي ځواکونو قومندان جنرال وهاب وردګ په وینا یو شمېر هغه پیلوټان چې بېرته هېواد ته راستانه شوي له افغان هوايي ځواک سره له کار کولو یې ډډه کړې ده.

''زموږ هېواد ډېر بې وزلی دی، موږ ډېر بې وزلي یو، موږ د خپل هوايي ځواک په پښو ودرولو لپاره هر چاته لاس اوږدوو. هغه پیلوټان باید هېره نه کړي چې موږ پر هغوی لګښت کړی دی. موږ سوال کړی او هغوی ته مو د روزنې زمینه برابره کړې ده. د دوو پیلوټانو روزنه داسې ده لکه چې دوه ماشومان لویوی. کله چې لوی شي نو بیا مور او پلار ته وايي چې تاسې نه پېژنم، موږ هم همدا شان پر هغوی زیار ایستلی او لګښت مو پرې کړی دی''.

له هڅو سره سره په دې وتوانېدو له هغو پیلوټانو سره چې د دندې له ترسره کولو ډده کوي خبرې وکړو.

افغان چارواکي وايي اوس افغان پیلوټان په لږ لګښت او د ناټو له معیارونو سره برابر په افغانستان کې دننه روزي. دا مهال لسګونه ځوان پیلوټان د شینډنډ په هوايي ډګر کې خپلې اتلس میاشتنې روزنې ترسره کوي.

افغانستان په پام کې لري چې تر ۲۰۱۷ کاله شاوخوا څلور سوه پیلوټان وروزي، چې یو شمېر دغه تازه روزل شوي پیلوټان همدا اوس په الوتنو کې ونډه لري چې لېرې او نژدې دندو ته لېږل کیږي.

ورته مطالب