'سلګونه وسله وال پر نورستان د پراخ برید تابیا لري'

نورستان
Image caption د نورستان چارواکي وايي، افغان ځواکونه له وړاندې د دغه لوی چپاو نه خبر کړل شوي او د چمتو درېدو ورته ويل شوي.

د نورستان پر ختيځو دوو ولسواليو کامديش او بر ګمټال، د يو پراخ بريد د چمتووالي خبره د نورستان والي بي بي سي ته وکړه.

تميم نورستانى وايي له زرو ورپورته وسله والو د درنوو او درنو وسلو پر مټ د دغو دوو ولسواليو د نيولو پلان جوړ کړى.

کونړ کې زموږ خبریال نعمت الله کریاب د ښاغلي تميم له قوله وايي، د کامديش د ساتنې په موخه له دوه سوه ورپورته سيمه یيز پوليس هم ور استول شوي خو وايي کابل دې د هم بې غوره نه پاتي کيږي:

''دا دوه کاله کيږي چې هغوي کوښښ کوي، کامديش لاندې کړي او بېرته برګمټال ونيسي خو بريالي شوي نه دي.

اوس بيا پاکستانيان راغلي او خلکو ته د بريد پلان ورکوي، پيسې يې هم وېشلې او خلکو ته وايي چې ورشئ او کامديش ونيسئ.

موږ هم چمتو يو، پخوا زموږ ځواکونه کم وو خو اوس پوره يو، دوه سوه محلي پوليس تر روزنې وروسته کامديش ته رسېدلي، خو زموږ ګاونډيان موږ ارام نه پرېږدي د اوسنۍ جګړې دستور هم پاکستاني مليشې ورکوي''.

لوی چپاو

Image caption د کامدیش ساتنې ته ګڼ پولیس استول شوي.

د نورستان چارواکي وايي، افغان ځواکونه له وړاندې د دغه لوی چپاو نه خبر کړل شوي او د چمتو درېدو ورته ويل شوي.

تېر څو کلونه کامديش او برګمټال سختې او مرګونې جګړې ليدلې، او دواړو لورو ته په کې د سر درانه زيانونه اوښتي.

څو کاله وړاندې په کامديش کې د نړيوالو ځواکونو يوه پوځي اډه هم ووهل شوه او بهرني ځواکونه له دغې سيمې نه راوتو ته اړشول.

د اوسني بريد خبر يوازې هېښوونکى ښکاري، خو تر دې وړاندې ورته ګواښونه رښتيا شوي او څو ځله دغه ولسوالۍ لاس په لاس شوې.

ورته مطالب