امریکا سره پر امنیتي تړون بیا خبرې پیلېږي

Image caption په واشنګټن کې افغان سفیر او په کابل کې د امریکا سفیر د امنیتي تړون پر سر د خبرو لپاره د پلاوو مشري کوي.

افغان حکومت وايي په نژدې راتلونکي کې به د افغانستان او امریکا ترمنځ د دوه اړخیزه امنیتي او دفاعي همکاریو د تړون په اړه د خبرو څلورم پړاو په کابل کې پیل شي.

په ۲۰۱۴ کال کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به د دې تړون له مخې یو شمېر امریکايي سرتېري په افغانستان کې د یوې ټاکلې مودې لپاره پاتې شي.

څه باندې یو کال وړاندې کابل او واشنګټن د ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړ، خو د امنیتي همکاریو موافقتنامه چې د دې تړون یوه برخه وه د دواړو لوریو په شرایطو کې د اختلاف له امله وروستي پړاو ته نه ده رسېدلې.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي یوې خبري غونډې ته وویل افغان لوری هیله لري چې د خبرو په دې پړاو کې د امنیتي او دفاعي تړون مسوده نهايي شي او د وروستۍ پریکړې لپاره لویې جرګې ته وړاندې شي.

ښاغلي موسی زي وویل افغان لوری غواړي چې د امریکا له متحده ایالتونو سره امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک کړي، خو د نوموړي په وینا افغان لوري ته د امنیت، ثبات او سولې خوندي کېدل او د افغان ځواکونو روزنه، تجهیز او اوږد مهال مالي تمویل د دې تړون د لاسلیک کولو لپاره بنسټیز شرایط دي.

د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي همکاریو د تړون پر شرایطو اختلاف ژور ښکاري خو دواړه لوري هڅه کوي چې د ډېرو امتیازونو په ترلاسه کولو د دې تړون مسوده نهايي کړي.

په واشنګټن کې افغان سفیر او په کابل کې د امریکا سفیر د امنیتي تړون پر سر د خبرو لپاره د پلاوو مشري کوي.

د دې خبرو درې لومړني پړاوونه په کابل کې ترسره شوې دي.

ورته مطالب