د هلمند امنیه قومندان له بریده روغ رمټ وتلی

نبي الهام
Image caption امنیه قومندان د خپل کار او دفتر پر لور روان و، چې په لاره کې برید پرې وشو.

د افغانستان سوېلي ولایت هلمند پر امنیه قومندان د موټر بم ځانمرګی برید شوی، چې نوموړی روغ رمټ ترې وتلی خو درې کسان ټپیان شوي.

برید د دوشنبې په ګهيځ (غبرګولي ۲۶) د مرکز لښکرګاه ښار د لطیف څلورلاري کې شوی دی.

د هلمند ولایتي مرستیال احمد مسعود بختور رسنیو ته ویلي، برید د کرولا موټر په مټ شوی.

نوموړی وايي، برید کوونکي خپل موټر د امنیه قومندان له موټر سره جنګولی، خو دا چې امنیه قومندان په زغره لرونکي موټر کې سپور و، هېڅ زیان نه دی ورته اوښتی.

له پېښې وروسته امنیه قومندان رسنیو ته ویلي، چې برید کې د ده یوازې دوه ساتونکي او یو ولسي وګړی ټپیان شوي.

امنیه قومندان د خپل کار او دفتر پر لور روان و، چې په لاره کې برید پرې وشو.

تر اوسه د دغه برید مسؤولیت چا نه دی منلی.

د تېرې مې په لومړیو کې هم د دغه ولایت مرستیال والي له بریده روغ وتلی و، خو د دغه ولایت د سولې د شورا مشر معلم شاه ولي خان او د هغه دوه ساتونکي یې وژلي وو. بل

ورته مطالب