د چارواکو د څرګندونو په باب د سیاسيونو اندېښنې

Image caption افغان ملت د ټاکنو په درشل کې له امريکا سره د امنيتي تړون لپاره د لويې جرګې له رابللو سره هم مخالفت وکړ.

افغانستان کې يوه سياسي ګوند د افغان چارواکو په هغو څرګندونو نيوکه کړې چې د دوی په خبره د افغانستان د راتلونکې په اړه له خلکو سره اندېښنې پيدا کوي.

د ملي اجماع او پارلماني نظام په تړاو د ولسمشر حامد کرزي او د هغه د مرستیال څرګندونې او د لويې جرګې رابلل هغه څه دي چې افغان ملت ګوند وايي خلک يې په راتلونکې بې باوري کړي دي.

دوی وويل د ټاکنو بديل نه شته او له حکومت نه يې وغوښتل چې د امنيت د ټينګښت او د ولسمشرۍ د رڼو ټاکنو لپاره افغان ولس ته بشپړ ډاډ ورکړي.

له کابله زموږ همکار عبدالله ستانکزی خپل راپور کې کاږي، چې افغان ملت ګوند له افغان چارواکو غوښتي، له داسې څرګندونو ډډه وکړي چې د خلکو ترمنځ د افغانستان د راتلونکې په اړه اندېښنې راټوکوي.

د ولسمشر کرزي لومړي مرستيال محمد قسيم فهيم څو ورځې وړاندې وويل که راتلونکی حکومت پرته د مجاهدينو له ملاتړه جوړ شي او مجاهدين په کې تعقيب شي، نو وسلې ته به لاس کړي.

د ملي اجماع، پارلماني نظام او لويې جرګې رابلل نورې هغه څه دي چې د افغان ملت ترڅنګ يې يو شمېر نورو کسانو ته هم اندېښنه ور اچولې.

د دغه ګوند مشر ستانه ګل شېرزاد وويل چارواکي د دې پر ځای چې خلک پر راتلونکې باوري کړي، په دا ډول څرګندونو نهیلي کوي.

افغان ملت د ټاکنو په درشل کې له امريکا سره د امنيتي تړون لپاره د لويې جرګې له رابللو سره هم مخالفت وکړ.

دوی وويل حکومت بايد د مشورتي جرګې له هغو سپارښتنو ګټه پورته کړي چې له امريکا سره د ستراتيژيک تړون پر مهال يې افغان حکومت ته ورکړې وې.

ګوند دغه اندېښې له هغو ګنګوسو وروسته څرګندوي، چې د دوی په خبره داسې اوازې دي چې ښايي ولسمشر حامد کرزی د لويې جرګې له لارې په واک کې د پاتې کېدو هڅه وکړي.

خو ولسمشر کرزي بيا بيا ويلي چې ټاکنې به په خپل وخت ترسره کېږي.

.

ورته مطالب