زلمی رسول د مرستو جلبولو لپاره اردن ته تللی

Image caption ښاغلي رسول به د لوړو زده کړو ،روغتيا او کرنې په برخو کې د هغه هېواد د مرستو راماتولو هڅه وکړي. بهرنیو چارو وزارت چارواکي

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمى رسول اردن ته تللی دى.

مصطفى سالک له کابله خپل راپور کې د یاد شوي وزارت د سرچینو له قوله وايي، چې ښاغلي رسول به له هغه هېواد سره د گډو کلتوري او ديني اړيکو د پیاوړي کولو هڅه وکړي.

سربېره پر دې به د لوړو زده کړو ، روغتيا او کرنې په برخو کې د هغه هېواد د مرستو راماتولو هڅه وکړي او په وينا يې د دواړو هېوادونو د گډ دښمن، ترهگرۍ د ماتولو لارې چارې به هم وارزوي.

اردن په تېرکې د نړيوالو ځواکونو په اډانه کې افغانستان کې يو شمېر سرتېري هم لرل او په شمالي ولايتونو کې يې يو شمېر روغتونونه هم چلول.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى وايي چې له دغه اسلامي هېواد سره د افغانستان اړيکې بنسټيزې دي ځکه چې په وينا يې دواړه ورته کلتور او يو دين لري.

ښاغلي موسى زي وويل په ځانگړي ډول اوسمهال ډېره اړتيا ليدل کېږي چې کابل او عمان يو له بل سره جوخت شي، ځکه چې په وينا يې دواړه له يوه دښمن سره لاس او گريوان دي.

هغه دغه گډ دښمن ترهگري ووبلله. ښاغلي موسى زي وويل چې په دې برخه کې بايد دواړه هېوادونه يو د بل له تجربو گټه پورته کړي.

" د داسې دوو هېوادونو په توگه چې د ترهگرۍ او سخت دريځۍ له گډ گواښ سره مخامخ يو، دواړه هېوادونه بايد يو د بل له تجربو زده کړه وکړي، دوى بايد خپلې اړيکې او همکارۍ پياوړې کړي، غواړو چې اقتصادي همکاري پياوړى کړو، د اردن يو شمېر سيمې هم لږې اوبه لري له دې مخه کولاى شو چې د افغانستان په وچو سيمو کې د هغوى له کرنيزو تجربو گټه واخلو."

په پام کې ده چې ښاغلى رسول د لوړو زده کړو، اقتصاد او روغتيا په برخو کې هم د هغه هېواد د مرستو راماتولو هڅه وکړي.

سربېره پر دې به دواړه هېوادونه د سوريې په گډون پر سيمه یيزو ستونزو هم خبرې وکړي.

اردن په تېر کې د افغانستان په شمال کې يو شمېر روغتونونه هم لرل او سربېره پر دې يې ځينې افغان ناروغان د درملنې لپاره هغه هېواد ته لېږدول.

همدا راز وخت په وخت به د اردن يو شمېر اسلامي پوهان افغانستان ته راتلل او له افغان علماو سره به يې د بيلو موضوعاتو په اړه اندونه شريکول.

ورته مطالب