کندز کې د ازبکستان ځانمرګي ژوندي نیول شوي

Image caption ملي امنيت وايي له دې ډلې دوه تنه يې ځانمرګي بريدګر او درې تنه نور يې د ورته ترهګرو کړنو سنبالونکي وو.

د افغانستان ملي امنيت بنسټ ويلي چې په کندز ولايت کې يې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ، جندالله، دوه تنه ځانمرګي بريدګر او د ترهګرو کړنو درې تنه سنبالونکي نيولي دي.

اړوندو چارواکو ويلي چې دغو کسانو په کندز ښار کې ځانمرګو بريدونو ته تابيا نيولې وه، خو له ځانمرګو واسکټونو سره ونيول شول.

د ملي امنيت د خبر پاڼې له مخه تورنو کسانو منښته کړې ده چې په شمالي وزيرستان کې د طاهر يلداش په مرکز کې روزل شوي او بيا د بريدونو لپاره افغانستان ته و را استول شوي دي.

د افغانستان ملي امنيت د يوې رسنيزې خبرتيا په ترڅ کې ويلي د ازبکستان د اسلامي غورځنګ دغه پنځه تنه غړي يې داسې مهال په شمالي ولايت کندز کې ونيول چې د ځانمرګو بريدونو تابيا يې نيولې وه.

ملي امنيت وايي له دې ډلې دوه تنه يې ځانمرګي بريدګر او درې تنه نور يې د ورته ترهګرو کړنو سنبالونکي وو.

د خبر پاڼې له مخه له دغو کسانو سره ځانمرګي واسکټونه او چاودېدونکي توکي هم نيول شوې دي.

وايي پلان يې دا و چې يو ځانمرګى به په کندز ښار کې بريد کوي او کله چې د پيښې په ځاى کې چاودنه وشي دويم ځانمرګى به له ځان سره شته توکي وچوي او ګڼو خلکو ته به مرګ ژوبله واړوي.

د ملي امنيت د څرګندونو له مخه تورنو کسانو منښته کړې چې د دوو مياشتو لپاره يې د پولې ها خوا په شمالي وزيرستان کې د طاهر يلداش په مرکز کې د ترهګرو کړنو زده کړه کړې او بيا د بريدونو لپاره افغانستان ته را استول شوي دي.

خو نه ده څرګنده چې دا منښته په راز يوه حالت او چاپيريال کې شوې ده.

په دې وروستيو کې افغان امنيتي ځواکونو په دغه هېواد کې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ د ګڼ شمېر غړو او ځينو مشرانو د نيولو خبرونه خپاره کړي.

همدا راز ويل کېږي چې په يو شمېر ولايتونو کې ازبکستاني جنګيالي له وسلوالو طالبانو سره اوږه په اوږه د افغان حکومت او بهرنيو ځواکونو پر وړاندې هم جنګېږي.

ورته مطالب