ولسي جرګه د مالیې وزیر استيضاح کوي

Image caption په پام کې ده چې جرګه سبا د چارشنبې پر ورځ حضرت عمر زاخيلوال د استيضاح غونډې ته ور وغواړي.

د افغانستان ولسي جرګې د رايو په اکثريت سره پرېکړه وکړه چې د ماليې وزير بايد استيضاح شي.

په پام کې ده چې جرګه سبا د چارشنبې پر ورځ حضرت عمر زاخيلوال د استيضاح غونډې ته ور وغواړي.

استازي وايي دغه ګام ځکه اخلي چې ګواکې ښاغلي زاخيلوال د هغو تورونو د کره کولو لپاره سندونه وړاندې نه کړل چې پر شپږو تنو وکيلانو يې لګولي وو.

ولسي جرګې وروسته تر هغې د ماليې د وزير حضرت عمر زاخيلوال د استيضاح پرېکړه وکړه چې نوموړي پرون د استجواب لپاره جرګې ته له تللو ډډه وکړه.

نوموړی د دې موخې لپاره استجوابيه غونډې ته ورغوښتل شوى و چې پر شپږو وکيلانو يې د فساد او قاچاق کوم تورونه پورې کړي وو، سندونه يې وړاندې کړي.

ګڼ شمېر استازي پر دې قهرېدلي برېښېدل چې ګواکې له يوې ډډې ښاغلي زاخيلوال د خپلو تورونو د کره کولو لپاره اړين لاسوندونه وړاندې نه کړل او له بلې ډډې يې له استجوابيه غونډې ډډه وکړه.

له شپږو تورنو استازو څخه يوه تورن ظاهر قدير وويل چې ګواکې ښاغلي زاخيلوال يوازې د ده نه بلکې د ټولو استازو سپکاوى کړى دى او په وينا يې ټول بايد ترې په دې اړه پوښتنه وکړي.

په پايله کې د ولسي جرګې دويم مرستيال صالح محمد سلجوقي چې د غونډې مشري يې پر غاړه وه وويل چې د رايو په اکثريت سره د ماليې د وزير د استيضاح پرېکړه وشوه.

"د دوو کارتونو په مخالفت سره اکثريت پرېکړه وکړه، چې د ماليې وزير بايد له پروسيجر سره سم استيضاح شي."

د ولسي جرګې له پرېکړې سره سم بايد ښاغلى زاخيلوال سبا چهارشنبه د استيضاح غونډې ته ورشي.

ښاغلي زاخيلوال نژدې يوه مياشت مخکې د ولسي جرګې شپږ تنه غړي په فساد او قاچاق کې ښکېل بللي وو.

وروسته د دغه هېواد لويې څارنوالۍ تورن وکيلان ممنوع الخروج اعلان کړل او پلټنو ته يې وغوښتل خو وروسته ولسي جرګې دا بنديز او غوښته دواړه رد کړل.

اوس ولسي جرګې پرېکړه کړې که ښاغلى زاخيلوال د استيضاح غونډې ته له تللو هم ډډه وکړي د هغه په نه شتون کې به هم له نوموړي نه د واکونو اخیستلو لپاره صندوقونه کېږدي.

ورته مطالب