"پخلاینه غواړو، خو امریکا او پاکستان مو نه پرېږدي"

Image caption که جګړه هرڅومره اوږدېږي، زیان یې تر ټولو هغې خاورې او ولس ته رسېږي، چې د جګړې اور پرې بل وي.

په دې وروستیو کې د افغان چارواکو، په تېره بیا ولسمشر کرزي او د هغه د نظام د وسله والو مخالفانو "طالبانو" په دریځونو کې نسبتاً نرمښت راغلی دی.

څرګنده بېلګه یې د ولسمشر حامد کرزي هغه وروستۍ څرګندونې دي، چې زیاتره وخت یې وسله والو طالبانو ته د وروڼو خطاب کړی.

د سې شنبې په ورځ (جون ۱۸/غبرګولي ۲۸) ولسمشر حامد کرزی له بهرنیو ځواکونو افغان ځواکونو ته امنیتي لېږد د پنځم او وروستي پړاو په جوړ شوي کنفرانس کې پر طالبانو یوځل بیا غږ وکړ، چې پر خپله خاوره، وروڼو، میندو او وطنوالو بریدونه بس کړي.

ترڅنګ یې د هغو افغان سرتېرو ورثه وو ته چې، د کورنیو غړي یې په جګړو کې وژل شوي، د تسلیت د پیغام ترڅنګ، د طالبانو میندو، خپلوانو او عزیزانو ته هم د خواخوږۍ پیغام وړاندې کړ:

"د طالبانو په نامه زموږ ځینې ځوانان د پردیو لپاره وغولېدل، پرخپله خاوره یې بریدونه وکړل، ووژل شول، دوی هم افغانان دي، کورونه، بچیان خپلوان لري، میندو او پاتې کسانو ته یې تسلیت وایم، هیله مو دا ده چې د دې خاورې ځوانان د پردیو د اهدافو لپاره ونه کارول شي، نه ځان برباد کړي نه نور".

ترې وړاندې کرزي د پاکستان له پوځ او څارګرې ادارې هم غوښتي وو، چې له مذهبي توندلارۍ دې د افغانستان د بربادولو او کمزوري کولو چارې بندې کړي.

"جګړه تېر ایستل یا غولول دي"

که جګړه هرڅومره اوږدېږي، زیان یې تر ټولو هغې خاورې او ولس ته رسېږي، چې د جګړې اور پرې بل وي، وايي "جګړه تېر ایستل یا غولول دي"، همدا ده چې د روانې جګړې تر ټولو ډېر زیان افغانانو ته رسېدلی، که د افغان ملي اردو، پولیسو، امنیت جنګېدونکي ځواکونه وژل کېږي، که عام ولس، زیان یې بیا هم افغانانو ته رسېږي.

که طالبان او د حکومت مخالفین هم وژل کېږي، هماغه افغان میندې کونډې او بورې کېږي او په غم یې ټول افغانان غمېږي.

د طالبانو هغه منځلاري، چې مشران، چې افغانستان ته د خپل ځان او کورنیو د ناخوندیتوب له کبله له هېواده بهر اوسېږي، پخلاینې او سوله ییز ژوند ته لېواله دي.

افغانستان چې په روانه څه باندې یوه لسیزه کې د جګړو او بهرنیو استخباراتي بنسټونو د ازموینې ډګر و، هر ښکېل عنصر په کې خپله سوبه لټوله، د نړۍ له لیرو هېوادونو نیولې د افغانستان تر ګاونډیانو پورې ټولو په دې ونډۍ کې د یوڅه بودول لټول.

خو افغانستان کې د ناامنیو په تړاو تر ټولو د نیوکې لویه ګوته د پاکستان استخبارتي او پوځ ته نیول کېږي، افغان حکومت او چارواکي د پاکستان استخبارات او پوځ د هغو اورپکو په ملاتړ او مرستې تورنوي، چې افغانستان ته د ځانمرګو بریدونو او ویجاړیو لپاره استول کېږي.

که څه هم پاکستان د افغان چارواکو دا خبره تل رد کړې ده، خو ښکاري، چې پاکستان هم د ترهګرۍ له پوپنا کوونکې جګړې په امن کې نه دی، بلکې د دې اور څپې د پاکستان تر خوندي ځایونو پورې رسېدلې دي.

که هرڅه وي، پاکستان ارومرو د افغانستان په ناامنیو او کمزوري حکومت کې خپله ګټه ویني، خو پاکستان کې ځینې هغه مېشت او کلابند منځلاري افغان طالب مشران دې پایلې ته رسېدلي، چې نور د جګړې پېر تېر شوی له سولې پرته د هېچا ژوند په امن کې نه دی.

د پاکستان په ځینو ښارونو کې د هغو ځینو منځلارو طالب مشرانو له خولې ویل شوي- چې یوه شېبه هم د پاکستاني استخباراتو له څارنې پرته ژوند نه شي کولی- چې "سوله غواړي، خپل دریځ یې نرم شوی، توندلاري نه غواړي، خو د ای اېس ای له وېرې چوپه خوله خپله سلامتي بولي".

د دوی هم زړه کېږي هم ساړه، په دې معنا چې له یوې خوا دې نتیجې ته رسېدلي، چې دا جګړه نه ختمېدونکې ده، او د جګړې له لارې هېچا ته د بریا ضمانت نه شته، خو له بل پلوه له دې وېرې چې کورونه او هرڅه یې د بل چا په لاس کې دي، د سولې او پخلاینې په باب هېڅ عملي اقدام نه شي کولی.

هغه منځلاري طالب مشران، چې لاهم د کوټې شورا کې یې خبرې وزن لري، وايي چې ان د حقاني شبکې هغو سخت دریځو هم پخلاینې او سولې ته غاړه اېښې ده، چې افغانستان کې زیاتره ډله ییز بریدونه د دوی له پلان سره سم ترسره شوي او کېږي.

دغه منځلارې ډله، چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال یې د ښځو له راوتلو او فعالیت سره ډېر حساسیت درلود، اوس دې ته غاړه اېښې ده، چې له افغان حکومت سره جوړجاړی وکړي، یوڅه دوی له خپلو شرطونو ورتېر شي او یوڅه افغان حکومت دوی ته په یوڅه ورکولو قایل شي.

خو دغه منځلاري وېره لري، که چېرې د ریښتینې سولې لپاره غږ راپورته کړي، او افغانستان ته ولاړ شي، شاید خپله امریکایان یې پرېنږدي؛ ځکه چې په وینا یې "امریکا افغانستان کې ریښتینې سولې نه غواړي، که سوله راشي، دلته به د دوی حضور ته هم پلمه او قانوني پاتې کېدو ته اړتیا پاتې نه شي".

ورته مطالب