افغان امنیتي ځواکونه، شمېرې او تجهیزات

Image caption افغانستان دا مهال ۱۰۵ زره ملي اردو او ۱۵۷ زره ملي پولیس لري.

د ۲۰۰۱ کال دسمبر بن لومړي کنفرانس کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې بېلابېلو ټولنو افغانستان کې د پولیسو او نوې اردو په جوړښت هوکړه وکړه، چې شمېر به یې ۷۵ زره اردو او نژدې ۶۰ زرو پولیسو ته رسېږي.

افغان ځواکونو په ټول هېواد کې په رسمي ډول د پوځي عملیاتو مشري پر غاړه واخيسته، چې چارې یې په ۲۰۱۱ کال کې پیل شوې وې. ولسمشر کرزي دغه اعلان په هغه غونډه کې وکړ، چې د افغان لوړ پوړو چارواکو ترڅنګ پکې د ناټو عمومي سرمنشي اندرس فو راسموسن هم پکې ګډون کړی و.

د افغان ملي اردو او پولیسو پر روزنې لسګونه میلیارد ډالر لګول شوي، چې تر ډېره یې د روزنې چارې د امریکا، اروپايي اتحادیې او جرمني پر غاړو وو.

افغان پولیس او پوځ

ملي اردو: ۱۹۵ زره

ملي پولیس: ۱۵۷ زره

د پولیسو او ملي اردو تشکیلاتي جوړښت

پوځ:ځمکني ځواکونه، هوايي ځواکونه او ځانګړي ځواکونه

ځمکني ځواکونه: دغه ځواکونه د افغانستان په ټولو برخو او سرحدونو کې د امینت د تینګولو دنده لري.

هوايي ځواکونه:د دغو ځواکونو شمېر ۷۰۰۰ ته رسېږي.

ځانګړي ځواکونه: دغه ځواکونه تر ډېره د حکومت د وسله والو مخالفانو د مشرانو د نویول، عملیاتو او د هغوی د مرکزونو ویجاړولو دنده لري. افغانستان دا مهال نژدې لس زره ځانګړي ځواکونه لري.

ملي پولیس: د جوړښت له اړخه د افغانستان پولیس پر ۸ برخو وېشل کېږي:

Image caption افغانستان نژدې لس زره ځانګړي ځواکونه لري.

سرحدي پولیس:سرحدونه ساتي، د هېواد هوايي ډګرونو امنیت او کنټرول ساتي.

د عامه نظم پولیس:هغو عملیاتو کې ګډون کوي، چې ځانګړو او تکتیکي چارې مخته وړي.

امنیتي پولیس: د قانون د پلی کولو او امنیت او عامه نظم دنده لري.

د جرایمو ضد پولیس:دغه پولیس د وژنو، غلا غدیو، انسان تښتونو، بډو اخیستو او پلان شویو جرمونو ضد عملیاتو مسؤولیت لري.

د نشه يي توکو ضد پولیس: دغه پولیس د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو د نیولو او د نشه يي توکو د کرکېلې د له منځه وړلو مسؤولیت لري.

ترافیک پولیس:د ښاري ترافیک د تنظیمولو دنده لري.

د اوروژنې پولیس: له پېښو سره د مبارزې مسؤولیت لري.

پولیسو کې رتبې:

  • سرتېری
  • ساتنمنان: درېیم ساتنمن، دویم ساتنمن او لومړی ساتنمن
  • افسران: دویم څارن، لومړی څارن، څارمن، سمونیار، سمونمل، سمونال، مل پاسوال، پاسوال، لوی پاسوال او ستر پاسوال

د پولیسو ځانګړي ځواکونه: د دغه ځواک دنده د ترهګریزو فعالیتونو مخنیوی دی، چې شمېر یې لسو زرو ته رسېږي.

د اردو او پولیسو تجهیزات

ملي اردو ته سپکې او درنې وسلې او زغره وال ګاډي ورکړل شوي. خو اندېښنه دا ده، چې د افغانستان هوايي ځواکونو تجهیزولو ته ډېر پام نه دی شوي.

که څه هم د هېواد اوسنی هوايي ځواک فعال دی، روزنه یې هم دوام لري، خو د لېږد رالېږد برخه یې ایله ۷۰ سلنه فعاله ده. خو تر ټولو ډېره اندېښنه دا ده، چې د ملاتړ، هوايي دفاع، رادار او کشف برخې یې بیخي نه دې فعالې شوې.

پوځ کې نظامي رتبې:

Image caption د افغانستان ښځینه پولیسو شمېر ۲۲۰۰ ته رسېدلی دی.

په پام کې ده چې ډېر ژر ۲۰ بم اچوونکې (سوپر ټوکانو) الوتکې ۲ C۱۳۰ او ۲۰ مي ۱۷ الوتکې د افغانستان پوځ ته ورکړل شي.

د پولیسو او اردو تلفات

د افغانستان د ملي اردو تلفاتو شمېر تر اوسه تر ۴۰۰۰ ډېر ښودل شوی.

خو د ملي پولیسو د وژل کېدو کچه په ۱۳۹۰ او ۱۳۹۱ کلونو کې ۳۳۰۰ ته رسېدلې وه.

د ملي اردو او پولیسو معاشونه

اردو:د افغانستان د ملي اردو د منسوبینو تر ټولو لوړ معاش ۴۸۴۰۰ افغانۍ (نژدې زر ډالر) او تر ټولو ټيټ هغه بیا ۱۱۸۶۰ افغانۍ (نژدې ۳۰۰ ډالر) دی.

پولیس:د پولیسو تر ټولو لوړ معاش ۴۸ زره افغانۍ (نژدې زر ډالر) او ټيټ معاش یې لس زره او پنځه سوه (تر ۲۰۰ ‌ډالرو ډېر) دی.

ښځینه پولیس او پوځيانې

د افغانستان د ملي دفاع وزارت د شمېرو له مخې، د وزارت په پوځي او ناپوځي برخو کې زر ښځې کار کوي. خو په جګړه ییزو عملیاتو کې برخه نه اخلي.

د افغانستان ښځینه پولیسو شمېر ۲۲۰۰ ته رسېدلی دی.

ورته مطالب