راسموسن افغان ځواکونه 'ښه روزل شوي' بولي

راسموسن
Image caption راسموسن: ''له ۲۰۱۵ کال ور هاخوا به موږ په افغانستان افغان ځواکونو ته د روزنې، سلا مشورې او مرستې ماموریت پیل کړو''.

د ناټو عمومي منشي اندرس فو راسموسن وايي، وروسته له هغه چې د ټولو پوځي عملیاتو مشري افغان لوري ته وسپارل شي، بیا به هم د اړتیا په صورت له افغان ځواکونو سره په پوځي عملیاتو کې برخه اخلي.

ښاغلي راسموسن له بي بي سي په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې افغان ځواکونه په سم ډول روزل شوي او د دې وړتیا لري، چې د ټول افغانستان امنیتي چارې پر غاړه واخلي.

ښاغلی راسمون پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې ټاکل شوې په نژدې راتلونکې کې د امنیتي مسوولیتونو پنځم پړاو پیل شي، چې له مخې به یې د ټول افغانستان امنیتي چارې افغانانو ته وسپارل شي.

له ښاغلي راسموسن سره د بي بي سي ځانګړې مرکه حفیظ الله معروف پښتو کړې ده.

نن ورځ تاسې ته څه مانا لري ؟

ځواب:د دې ورځې مانا دا ده، چې اوس به د امینت مشري افغان لوري ته سپارل کیږي. دا یو بنسټیږ کار دی. موږ پر دې ډیر کار کړی، چې افغان ځواکونه داسې یو حالت ته ورسیږي، چې دغه مشري پر غاړه واخلي. موږ ولیدل، چې دوی له وړاندې دغه مشري پر غاړه اخیستې او زه پوره باوري یم، چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه به دوی د امنیت بشپړ مسوولیت پر غاړه واخلي.

پوښتنه: د افغانستان جګړه ډېره اوږده شوه، فکر کوﺉ چې ناټو به د دغې جګړې تاریخ ته په ویاړ سره ګوري؟

ځواب:بالکل، هغه څه، چې موږ غوښتل هغه مو تر لاسه کړل. موږ افغانستان له داسې یوه حالت څخه وژغوره، چې یو ځل بیا د ترهګرۍ پر مرکز بدل نه شي. اوس د دې وخت رانژدې شوی او موږ پر دې ډاډه یوو چې افغانان د خپل ځآن امنیت په خپله ساتلی شي.

پوښتنه: نو فکر کوﺉ، چې دوی کافي ځواکمن دي؟

ځواب:په حقیقت کې موږ د دوی کړنې لیدلې دي. موږ په دې نژدې وخت کې ولیدل، چې د دوی چلند ډېر مسلکي دی. دوی لا له وړاندې له ۹۰ سلنه د ډېرو پوځي عملیاتو مشري پر غاړه لري. زه پوره ډاډمن، چې دوی به ۲۰۱۴د کال تر پایه د دې وړتیا ولري، چې ټولو امنیتي مسوولیتونو ته اوږه ورکړي.

پوښتنه: فکر نه کوﺉ، چې د سږ کال او د هغه وخت ترمنځ چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي، د ناټو سرتېرو لپاره به خطر ډېر وي؟

ځواب:برعکس، دغسې نه ده. موږ وینو، چې افغانان په ټول هېواد کې د مشرۍ مسوولیت پر غاړه اخلي. خو موږ به لاهم دلته یو او د اړتیا په صورت کې به پوځي عملیاتو کې مرسته کوو. د ۲۰۱۴ کال په پای کې به زموږ جنګي ماموریت په بشپړ ډول پای ته رسیږي، خو بیا به هم موږ دلته مېشت یو. له ۲۰۱۵ کال ور هاخوا به موږ په افغانستان افغان ځواکونو ته د روزنې، سلا مشورې او مرستې ماموریت پیل کړو.

پوښتنه:کېدای شي راته ووايې، هغه لاسته راوړنې چې تاسې په افغانستان کې ترلاسه کړې، ستاسې ټلوالې یانې ناټو ته به په څه مانا وي ؟

ځواب:که دغې ورځې ته تاریخي ورځ ووایم، نو پر ځای به وي؛ ځکه چې موږ د یوه پیاوړي افغان ځواک د جوړولو لپاره ډېر کار کړی دی. او اوس ۳۵۰ زره افغان سرتېري شته، چې په سم ډول روزل شوي او ښې زده کړې یې کړې دي. دغه یوه لاسته راوړنه ده او ځکه یې زه بنسټیز کار بولم.

ورته مطالب