قطر کې د طالبانو دفتر او غبرګونونه

Image caption طالبانو د قطر له امیر شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني هم مننه کړې، چې پخپل هېواد کې یې د طالبانو سیاسي دفتر ته ځای ورکړی او ملاتړ یې کړی دی.

په قطر کې د طالبانو د دفتر له پرانیستلو وروسته د دې دفتر وياند له بي بي سي سره په ځانګړې مرکې کې وويل، چې د سياسي د فتر د کارونې په لړ کې د قطر د حکومت شرطونو ته ژمن دي.

د دغه دفتر تر پرانیستل کېدا وروسته، ګڼ غبرګونونه راغلي، چې تر ټولو چټک هغه یې د امریکا د ولسمشر او سپینې ماڼۍ و.

اوباما

امریکايي ولسمشر بارک اوباما د تېرې سې شنبې په ورځ وویل، تر هغې افغانستان کې سوله نه شي راتلی، چې افغانستان یې پخپل لاس چارې سمبالې نه کړي.

نوموړي د سولې په تړاو د ولسمشر حامد کرزي کړنې "د سولې لپاره مېړانه ګام" وباله، خو وايي چې ژر سوله راتلل څه اسانه کار نه دی.

اوباما دا څرګندونې وروسته تر هغه وکړې، چې امریکايي چارواکو وویل، قطر کې د طالبانو له استازو سره راتلونکو ورځو کې مخامخ خبرو ته چمتو دي.

امریکا وايي، چې راتلونکې ورځې به له طالب مرکچیانو او د افغانستان د سولې د شورا له استازو سره وګوي.

پاکستان

پاکستان د قطر دوحه کې د طالبانو لپاره د افغانستان د سولې راتلو په موخه د سیاسي دفتر د جوړېدو هرکلی کړی دی.

پاکستان دغه ګام په د افغانستان او سیمې د سولې لپاره ګټور بللی دی.

د افغانستان دغه ګاونډي هېواد، چې تر ډېره د افغانستان د ناامنیو پړه پرې اچول کېږي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په تړاو د مخامخ خبرو هرکلی هم کړی.

د اسلام اباد چارواکو ویلي، چې د افغان شخړې د ختمېدو لپاره د خبرو له لارې د سوله ییز حل غوښتنه کړې ده.

پاکستان وايي په وار وار یې په سیمه کې د امنیت او سولې راتلو لپاره د جګړې د ختمېدو غوښتنه کړې ده.

افغان حکومت

رویټرز خبري اژانس د حامد کرزي د سولې د یوه لوړپوړي مرکچي له خولې ویلي، چې راتلونکې خبرې به دوحه کې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ پیل شي.

امریکايي چارواکو ویلي، چې نورو خبرو کې به د طالب بندیانو د تبادلې خبرې وڅېړي، خو دواړې غاړې به لومړیو مخامخ خبرو کې د یو او بل پر شرطونو او نیتونو غور وکړي.

افغان ولسمشر حامد کرزی ویلي، حکومت یې قطر ته له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره استازي استوي.

قطر کې له طالبانو سره د افغان حکومت یو مرکچي معصوم ستانکزی وايي، لا نه پوهېږي، چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرې به کله پیلېږي، خو وايي چې "په څو ورځو" کې دا خبرې پیلېدونکې دي.

ستانکزي بي بي سي ته وویل، د خبرو لپاره تر ټولو حیاتي اړخ د دواړو اړخونو ترمنځ "د باور او ډاډمنې فضا" رامنځ ته کېدل دي.

دی وايي، چې "د سولې خبرې باید د افغانستان د ننه وشي، ځکه چې دا یوه افغاني موضوع ده، یوازې افغانان باید د خپل هېواد برخلیک وټاکي".

برتانیا

د برتانیا لومړي وزیر ډېوېډ کامیرون د افغان سولې د وروستیو پرمختګونو په اړه ویلي چې "که څه هم د افغانستان سوله یو پېچلی او ګران کار دی، خو د مخالفو غاړو وروستي ګامونه د ستایلو دي".

ناروې

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر هم حکومتي رادیو تلوېزیون ته په وینا کې ویلي، چې د طالبانو چارواکو له تېرو څو میاشتو راهیسې ناروې کې پټې خبرې پیل کړې دي.

سرچینې دا هم ویلي، چې دغو پټو خبرو قطر کې د طالبانو د دفتر پرانیستلو کې مهم رول لوبولی دی.

قطر

د قطر دوحه کې د طالبانو د دفتر پرانیستلو په اړه د قطر د بهرنیو چارو مرستیال وزیر علي بن فهد الهاجري ویليو چې "دغه دفتر نړۍ کې د سوله ییزو موخو او ښه نیت په خاطر جوړ شوی، چې له سوله ییزو لارو شخړې ختمې، خبرې او سوله وشي".

د قطر دغه چارواکي د دفتر تر پرانیستل کېدو ورسته خبریالانو ته دا هم ویلي، چې د دفتر جوړېدو یواززېنۍ موخه افغانستان کې د سولې مخته وړل دي، او له هېڅ پوځي فعالیت سره به مرسته ونه کړي.

دی وايي، چې دغه دفتر به د هېڅ داسې فعالیت اجازه ونه لري، چې د کوربه هېواد له قانون او له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې وي.

طالبانو د قطر له امیر شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني هم مننه کړې، چې پخپل هېواد کې یې د طالبانو سیاسي دفتر ته ځای ورکړی او ملاتړ یې کړی دی.

ورته مطالب