"د طالبانو له دفتره د بیرغ ښکته کول بسنه نه کوي"

Image caption د افغانستان د سولې مرکچیان وايي دوی د طالبانو په څرکندونو خوښ نه دي.

افغان چارواکي وايي قطر کې د طالبانو له دفتره د بیرغ ښکته کول او یا د نوم لوحه لرې کول بسنه نه کوي.

د افغانستان د سولې مرکچیان وايي دوی د طالبانو په څرکندونو خوښ نه دي.

د افغانستان د سولې عالي شورا یوه غړي محمد اسماعیل قاسمیار بي بي سي ته وویل:

"دا یو ډول د طالبانو تشکیلات دی، چې موږ یې نه غواړو."

دا څرګندونې له هغه څو ساعته وروسته مخې ته راځي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري، د ترینګلتیا کمولو لپاره افغان ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري افغان ولسمشر کرزي ته ویلي وو، چې قطر کې طالبانو له دفتره بیرغ لرې کړی او پر لوحه به د سولې خبرو دفتر ولیکل شي.

د ښاغلي قاسمیار په وینا مرکچیان د هغو څرګندونو په باب ناخوښ دي، چې د دفتر له پرانیستلو وروسته د طالبانو له لوري مخې ته راغلې.

په هغو کې ویل شوي وو، چې دوی به د ملګرو ملتو په څېر بهرنیو ادارو سره هم اړیکي ونیسي.

د قاسمیار په خبر قطر کې د طالبانو د دفتر پرانیسته داسې وشوه، لکه دا چې له بهرنۍ نړۍ سره د دوی د اړیکو لپاره رامنځ ته شوی وي.

خبریالان وايي د قطر دفتر څرګندوي، چې طالبان له دې وروسته یوازې یوه جګړه کوونکې ډله نه ده، بلکې یو سیاسي اړخ هم لري.

له دې مخکې د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر ویلي و، چې په قطر کې يې د طالبانو د نوي دفتر د وضعيت په اړه له يو څه ناڅرګندتيا وروسته د امريکا ډاډ تر لاسه سره کړی دی.

مخکې افغان ولسمشر حامد کرزي له امريکا سره د امنيتي تړون پر سر خبرې له هغو اندېښنو وروسته وځنډولې چې ګواکې طالبان په دوحه کې خپل دفتر د سفارت په توګه کاروي.

خو د ولسمشر يوه وياند بي بي سي ته ويلي چې ولسمشر ته دغه ډاډ د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري له لوري ورکړل شوی دی.

په قطر کې د طالبانو د دفتر يو غړی سهيل شاهين وايي دوی به يوازې له افغانانو سره خبرې وکړي، نه په مشخص ډول له افغان حکومت سره:

" موږ افغانان يو او له افغانانو سره به وګورو. نه په مشص ډول له هغو کسانو سره چې ووايي موږ د حکومت استازي يو."

پر دغه دفتر د طالبانو پورته شوی بيرغ هم ښکته شوی دی.

د امريکا يوه لوړ پوړي چارواکي ويلي تمه ده چې له طالبانو سره رسمي خبرې به يې په راتلونکو څو ورځو کې ترسره شي.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وايي د متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزير له ولسمشر کرزي سره تيلې فوني خبرې کړي دي او په قطر کې يې د طالبانو د دفتر په باب د خبرو " سپيناوى " کړى دى.

افغان ولسمشر ته د چارواکو په وينا د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري ويلي چې دوى د " افغانستان اسلامي امارات" نوم په رسميت نه پېژني.

ښاغلي کيري ولسمشر کرزي ته ويلي چې د قطر حکومت اوس داسې گامونه اخيستي چې دغه دفتر يوازې د خبرو اترو لپاره وکاريږي.

ولسمشر کرزي ته دا هم ويل شوي چې د قطر د بهرنيو چارو د وزارت له خوا اعلاميه خپريږي چې د طالبانو د دفتر د نامه په باب به سپيناوى کوي.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وايي ورته ويل شوي چې په دوحه کې د طالبانو له دفتره د هغوى بيرغ او د اسلامي امارت نوم ليرې شوى دى.

د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل چې ښاغلي کرزي له امريکا او طالبانو سره خبرې هغه وخت بيا پيلوي چې ورته ويل شوې دغه خبرې په عمل کې هم وويني.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وايي چې په دوحه کې د طالبانو د دفتر تر پرانيستلو وړاندې ولسمشر اوباما ولسمشر کرزي ته ليک ليکلى و او په هغه کې يې ډاډ ورکړى و چې دغه ځاى به تش دفتر وي او د سفارت يا متوازي حکومت بڼه به نه لري.

په دوحه کې د طالبانو د دفتر له پرانيستلو وروسته چې په کې د طالبانو د واکمنۍ بيرغ او د اسلامي امارات نوم مل و کابل قهروړى کړ.

هغه ته په پام سره کابل له امريکا سره پر پوځي تړون او په دوحه کې له طالبانو سره له خبرو د لاس اخيستو اعلان وکړ.

د ولسمشر کرزي وياند وايي چې که په عمل کې کابل وويني چې د طالبانو له دفتره د اسلامي امارات نوم او د طالب واکمنۍ بيرغ ليرې شوى دى نو هغه وخت به بيرته له امريکا سره پر تړون او له طالبانو سره د سولې خبرو ته لېوالتيا وښيي

ورته مطالب