افغان حکومت:د قطر خبرو کې ګډون نه کوو

Image caption په ارګ کې د افغان ولسمشر حامد کرزي په مشرتابه غونډه وشوه.

له ارګ نه په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې نن ( د جون ۱۹ ) ولسمشرۍ ماڼۍ کې د افغان ولسمشر حامد کرزي په مشرتابه د جهادي رهبرانو، سیاستوالو او سولې د عالي شورا اجراییوي پلاوي غونډه وشوه او په کې له بحث وروسته قطر کې د طالبانو د دفتر پرانیستې څرنګوالی او هغه پیغامونه چې له هغه ځایه خپاره شول، له هغو تضمینونو سره متضاد وبلل شول، چې د متحده ایالاتو له لوري افغانستان ته ورکړل شوي وو.

دغه خبر پاڼه زیاتوي، افغانستان سولې ته د رسېدو او د هېواد د اساسي قانون پر بنسټ د تېرو ۱۰ کلونو د لاس ته راوړنو خوندي ساتلو لپاره له طالبانو سره د خبرو غوښتنه کوي، خو د خبر پاڼې له مخې د جګړې او وینې تویولو هغه پیغامونه چې د دې دفتر له پرانیستې سره سم خپاره شول د افغان حکومت له سوله غوښتونکې روحیې سره متضاد دي.

اعلامیه کې ویل شوي، غونډه کې پرېکړه وشوه، په داسې حال کې، چې پر جګړه ټینګار کېږي، افغان حکومت په خبرو کې ګډون نه کوي.

خبر پاڼه کې راغلي، غونډې کې ټینګار وشو، چې قطر کې د طالبانو د دفتر پرانیستې تر شا د بهرنیو قدرتونو لاس دی او تر هغې چې د سولې پروسه په بشپړه توګه افغاني نه شي، د افغانستان د سولې عالي شورا د قطر خبرو کې برخه نه اخلي.

له دې مخکې د افغانستان د ملي امنیت شورا ، له خوا په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي و، چې د امنیتي تړون پر سر د افغانستان او امریکا د متحده ایالتونو تر منځ روانې خبرې د افغانستان له لوري ځنډول شوې دي.

له ارګ څخه د خپرې شوې خبر پاڼې له مخې، د سولې د بهیر په اړوند د امریکا د متحده ایالتونو د خبرو او عمل ترمنځ تناقض د دې خبرو د تعلیق سبب شوی.

د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي وايي د افغان سولې په باب د امریکا د حکومت په قول او فعل کې تضاد لیدل کېږي.

د نوموړي په وینا ستونزه د طالبانو د دفتر په نوم کې ده، چې د سې شنبې په ورځ پرانیستل شو.

ځنډول شوې خبرې له ۲۰۱۴ وروسته افغانستان کې د پاتې کېدونکو امریکايي سرتېرو د شتون څرنګوالي په اړه تر سره کېدې.

د ولسمشر د ویاند ایمل فیضي په خبره " ولسمشر کرزی د طالبانو د دفتر د نوم په باب خوښ نه دی، موږ "د افغانستان اسلامي امارت" د نوم په باب ځکه مخالفت کوو، چې داسې کوم شی وجود نه لري.

د نوموړي په وینا امریکایان دې لړ کې د ولسمشر له دریځه خبر وو.

د افغان چارواکو په وینا ولسمشر کرزي د طالبانو پر بیرغ هم اعتراض کړی، چې پر دغه ودانۍ رپېږي. دغه څرګندونې له هغه یوه ورځ وروسته کېږي، چې امریکايي چارواکو اعلان وکړ، له طالبانو سره به مخامخ خبرې پیل کړي.

امریکايي چارواکو خبریالانو ته وویل، په پام کې ده، چې راتلونکې اونۍ په دوحا کې د متحده ایالاتواو طالبانو د استازو تر منځ د خبرو لومړی رسمي پړاو پیل شي.

نیوکې

په هماغه ورځ ولسمشر کرزي وویل، غواړي راتلونکو ورځو کې د افغانستان د سولې عالی شورا استازي دوحې ته له طالبانو سره د خبرو لپاره ولېږي.

ولسمشر کرزي له دې مخکې د متحده ایالاتو او قطر حکومتونو په هغو هڅو نیوکې کړې وې، چې د ده له حکومت سره یې له برابرو مشورو پرته غوښتل د سولې خبرې پیل کړي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ کې داسې اندېښنه هم شته، چې ښايي طالبان د قطر له دفتر څخه د مالي مرستو تر لاسه کولو لپاره کار واخلي.

Image caption د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ کې داسې اندېښنه هم شته، چې ښايي طالبان د قطر له دفتر څخه د مالي مرستو تر لاسه کولو لپاره کار واخلي.

له دې مخکې ولسمشر حامد کرزي د ( جون په اتمه) کابل کې د جرمني د بهرینو چارو له وزیر کېدو ویستر سره په خبرو کې وویل چې افغانستان د سولې په باب روان جريانات په پوره دقت او احتياط سره څاري.

ولسمشر کرزي هغه مهال په افغانستان کې د سولې ټينګښت د افغانانو تر ټولو لومړنۍ اړتيا او غوښتنه وبلله او و یې ویل چې افغانستان به هېڅکله اجازه ور نه کړي چې د سولې په اړه د افغانانو سپېڅلې هيله د پرديو د ناوړه هدفونو وسيله وګرځي.

په دې وروستيو کې ولسمشر کرزي په کابل کې يوې غونډې ته د وينا پر وخت ادعا کړې وه چې "ځينې نژدې او لرې بهرنيان هڅه کوي د سولې له بهير څخه د ځان لپاره ګټه پورته کړي."

''اشغال''

بل لور ته تېره شپه ( جون ۱۸) طالبانو په قطر کې د دفتر له پرانیستلو وروسته وویل، چې قطر کې د سياسي دفتر جوړولو يوازېنى هدف يې له "اشغال" څخه د افغانستان خلاصول دي.

د دې دفتر وياند په خپلې لومړنۍ راديويي مرکې کې بي بي سي ته وويل نۀ يوازې دوى، بلکې نور لوري هم د ده په ټکو د نيواک مخالف دي.

قطر کې د طالبانو د دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم وويل چې د دفتر يوازې د سياسي فعاليتونو لپاره دى او د قطر له حکومت سره چې په دې لړ کې څه شرطونه منل شوي، هغې ته ژمن دي.

له دې وړاندې د جون په لومړیو کې د امریکا د بهرینو چارو وزیر جان کېري له ولسمشر کرزي سره اوږدې تیلیفوني خبرې کړې وې، چې د چارواکو په وینا په قطر کې د طالبانو پر دفتر هم ډېر څه په کې ویل شوي وو.

هغه مهال افغان رسنیو کابل کې د چارواکو له خولې لیکلي و چې ګواکې واشنګټن د طالبانو په وړاندې دومره نرم دریځ غوره کړی چې دوی ته د منلو وړ نه دی.

د تېر مارچ په وروستیو کې ولسمشر کرزي قطر ته سفر کړی و. تر هغه سفر وروسته د ولسمشر ویاند ایمل فیضي د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته په یوه ځانګړې لیکنه کې ویلي و:

"د دې سفر لپاره دوه هدفونه وټاکل شول، لومړی دا چې د کابل او دوحې تر منځ باید په سیاسي او دېپلوماتیک ډګر کې دوه اړخېزې همکارۍ او تماسونه ډېر شي چې په نورو برخو لکه تجارت او اقتصاد کې هم اړیکې رامنځ ته شي. دوهم، د سولې د بهیر په اړه چې کوم ابهامات د قطر د رسمي موقف او په دوحه کې د طالبانو د دفتر د پرانیستلو په اړه موجود ول، وضاحت راشي."

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر له پرانيستو مخکې په تهران کې له ايراني چارواکو سره د طالبانو د خبرو استازيتوب د دوى د قطر د دفتر استازو کړې وې.

په هغه ليدنه کابل هېښتيا ښوولې وه او د بهرنيو چارو وزارت ويلي و چې دوى يې پلټنه کوي.

د افغانستان حکومت د طالبانو د قطر د دفتر په باب له هغه پيله ويل چې دا ځاى بايد يوازې له کابل سره د سولې د خبرو اترو لپاره وکارېږي او نور فعاليتونه بايد په کې نه وي.

ورته مطالب