پر بګرام برید څلور امریکایان وژلي

Image caption طالبان په دوحه کې دفتر پرانیزي او له متحده ایالتو سره مخامخ خبرې اترې پیلوي.

د امریکا او ‌طالبانو ترمنځ په مستقیم ډول د خبرو له اعلانه څو ساعته وروسته، افغانستان کې د ناټو تر ټولو ستره پوځي اډه برید شوی.

دغه برید په پایله کې څلور امریکايي پوځیان وژل شوي دي.

د امریکايي پوځي چارواکو په وینا دغه پوځيان د وسله والو له لوري په ( غیر مستقیم ) ډول ډزو کې وژل شوي. د امریکا او ‌طالبانو تر منځ د خبرو په شرایطو کې د تشدد پالیسي پرېښولو پوره تړاو لري.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما له ‌طالبانو سره د مستقیمو خبرو پرېکړه د روغې جوړې پر لور مهم ګام بللی وو.

بل لور ته طالبان په دوحه کې دفتر پرانیستی او له متحده ایالتو سره مخامخ خبرې اترې پیلوي – د دغو خبرو یوه موضوع به د بندیانو تبادله وي، خو په لومړنیو اوونیو کې به داوړې غاړې یوازې دا ګوري چې د مقابل لوري اجنډا څه ده.

خو امریکا د دغو خبرو لپاره خپل شرایط هم لري:

طالبان باید له القاعدې سره خپل ټول اړیکي پرې کړي، له زور زیاتي لاس واخلي او د ښځو او لږکیو د حقونو په ګډون د افغانستان اساسي قانون ته درناوی ولري.

د متحده ایالتو یوه چارواکي وويل چې د سولې اساسي خبرې باید په خپله د افغانانو تر منځ وي.

او دغه چارواکي احتیاط کاوه چې له حده ډېره خوشبیني څرګنده نه کړي، او و یې ویل چې دا پر یوې اوږدې لار لومړنی ګام دی.

بل لور ته قطر کې د طالبانو د دفتر وياند ډاکټر محمدنعيم بي بي سي ته وويل چې د دفتر يواځې د سياسي فعاليتونو لپاره دى او دقطر حکومت سره چې په دې لړ کې څه شرطونه منل شوي هغې ته ژمن دي.

دې پوښتنې ته چې امريکا مخامخ خبرو لپاره القاعدې سره د اړيکو پرې کول، تاوتريخوالي څخه لاس اخيستل او د افغانستان اساسي قانون منل د شرطونو په توگه ياد کړي، ښاغلي نعيم وويل چې "تردې دمه يې امريکا سره مخامخ خبرې نه دي شوي او دا ټولې مسلې به څيړل کيږي، بيا به معلوميږي چې په کومو مسلو خبرې کوو".

پرون (جون ۱۸/غبرګولي ۲۸) په رسمي ډول په افغانستان کې د ټولو امنیتي مسؤولیتونو مشري له ناټو ځواکونو افغان ځواکونو ته وسپارل شوو.

افغان ولسمشر حامد کرزي په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې وویل، په راتلونکو څو میاشتو کې به د امنیتي مسؤولیتونو د لېږد پنځم او وروستی پړاو پیل شي، چې په بشپړېدو به یې د ټول هېواد امنیتي چارې پخپله افغان ځواکونه پر غاړه اخلي.

ولسمشر کرزي ډاډ څرګند کړ، چې افغان ځواکونه د دې چارې د پر مخ وړلو توان لري، خو له نړیوالې ټولنې یې غوښتنه وکړه، چې د درنو وسلو او هوايي ځواک د سمبالښت په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

ناټو سرمنشي اندرس فو راسموسن وویل، د اړتیا په صورت کې له افغان ځواکونو سره مرستې کوي، خو د مشرتابه چارې به افغان ځواکونه په غاړه اخلي:

ملاتړ

Image caption پر بګرام برید له ‌طالبانو سره د خبرو له اعلانه څلور ساعته وروسته وشو.

''موږ به د اړتیا په صورت کې د عملیاتو پر مهال له افغان ځواکونو سره خپل ملاتړ روان وساتو، خو له دې وروسته به د دغو عملیاتو پلان جوړونه، اجرا او مشري پر غاړه وانه خلو. د ۲۰۱۴ کال تر پایه به زموږ جګړه ییز ماموریت بشپړ شي. هغه مهال به د افغانستان امنیت په بشپړ ډول د افغانانو له خوا خوندي شي''.

نوموړي همداراز زیاته کړه، چې په دې برخه کې لا هم ستونزې موجودې دي، خو د حکومتولۍ د ودې، اداري فساد ضد مبارزې او د بشري حقونو د ساتنې په برخه کې د افغان حکومت هڅې به دوامدار نړیوال ملاتړ ته لاره اواره کړي.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له راپرځېدو وروسته د امنیتي مسولیتونو مشري د ناټو په مشرۍ نړیوالو ځواکونو پر غاړه وه.

د جګړه ییز ماموریت تر څنګ ناټو د افغان امنیتي ځواکونو په روزنه او سمبالښت کې هم ونډه اخېستې، چې اوسمهال یې شمېر کابو ۳۵۰۰۰۰ زرو تنو ته رسيږي.

ورته مطالب