طالبان: د قطر دفتر يوازې سياسي فعاليتونو لپاره دى

Image caption قطر کې د طالبانو د دفتر وياند محمد نعيم وايي هر وخت چې خبرې پيل شي په اساسي قانون هم بحث کېدى شي.

طالبان وايي چې قطر کې د سياسي دفتر جوړولو يوازېنى هدف يې له "اشغال" څخه د افغانستان خلاصول دي.

په قطر کې د دفتر له پرانیستلو وروسته د دې دفتر وياند په خپلې لومړنۍ راديويي مرکې کې بي بي سي ته وويل نۀ يوازې دوى، بلکې نور لوري هم دده په ټکو د نيواک مخالف دي.

طالبانو پرون په قطر کې په رسمي ډول خپل دفتر پرانیسته.

قطر کې د طالبانو د دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم وويل چې د دفتر يوازې د سياسي فعاليتونو لپاره دى او د قطر له حکومت سره چې په دې لړ کې څه شرطونه منل شوي، هغې ته ژمن دي.

دې پوښتنې ته چې امريکا مخامخ خبرو لپاره القاعدې سره د اړيکو پرې کول، تاوتريخوالي لاس اخيستل او د افغانستان اساسي قانون منل د شرطونو په توگه ياد کړي، ښاغلي نعيم وويل چې "تردې دمه يې له امريکا سره مخامخ خبرې نه دي شوې او دا ټولې مسالې به څېړل کېږي، بيا به معلومېږي چې په کومو مسالو خبرې کوو".

سپینې ماڼۍ ویلي، چې د قطر پلازمېنه دوحه کې به د افغان طالبانو له استازو سره د سولې په تړاو راتلونکې اوونۍ مخامخ خبرې وکړي.

افغان ولسمشر حامد کرزی ویلي، حکومت یې قطر ته له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره استازي استوي.

دا خبرې په افغانستان کې افغان ځواکونو ته د بشپړو امنیتي چارو د لېږلو له مراسمو او اعلان سره هم مهاله شوې دي.

امریکايي چارواکو ویلي، چې نورو خبرو کې به د طالب بندیانو د تبادلې خبرې وڅېړي، خو دواړې غاړې به لومړیو مخامخ خبرو کې د یو او بل پر شرطونو او نیتونو غور وکړي.

پر همدې مهال، امریکايي چارواکو ویلي، چې د کابل په شمال بګرام هوايي اډې برید کې لږترلږه څلور امریکايي پوځيان وژل شوي.

شک

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د باور کچې ته د "شک" په سترګه کتل کېږي.

د طالبانو تحریک مخکې د حامد کرزي له حکومت سره له مخامخ خبرو ډډه کړې وه، چې په وینا د افغانستان اوسنی نظام "د امریکا په لاس کې نانځکه" ده.

قطر کې له طالبانو سره د افغان حکومت یو مرکچي معصوم ستانکزی وايي، لا نه پوهېږي، چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرې به کله پیلېږي، خو وايي چې "په څو ورځو" کې دا خبرې پیلېدونکې دي.

ستانکزي بي بي سي ته وویل، د خبرو لپاره تر ټولو حیاتي اړخ د دواړو اړخونو ترمنځ "د باور او ډاډمنې فضا" رامنځ ته کېدل دي.

Image caption قطر کې د طالبانو د نوي دفتر ټینګ امنیت نیول شوی.

دی وايي، چې "د سولې خبرې باید د افغانستان د ننه وشي، ځکه چې دا یوه افغاني موضوع ده، یوازې افغانان باید د خپل هېواد برخلیک وټاکي".

امریکايي چارواکو ویلي، چې د سولې د راتلو د اوږده مزل لپاره دا لومړني ګامونه دي.

په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جوزف ډنفورډ سولې ته د حقاني شبکې پر غاړه اېښودو شک ښودلی دی.

نوموړي د امریکا دفاع وزارت کې له کابله د تیلې فون له لارې خبریالانو ته ویلي "د حقاني شبکې په اړه پوهېږم چې دا ډله پر جوړجاړي باور نه لري".

ورته مطالب