"افغانستان تر ټولو ډېر بې ځایه شوي کسان لري"

Image caption افغانستان اوس هم نړۍ کې تر ټولو ډېر کډوال لري.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ UNHCRد کډوالۍ په نړیواله ورځ ویلي، افغانستان بیا هم د بې ځایه شویو کسانو له کبله د نړۍ په کچه لومړی مقام لري.

اوسمهال په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۴۵ میلیونه انسانان په کډوالۍ کې ورځې او شپې سبا کوي او په هرو څلورو ثاینو کې یو کس پرې ور اضافه کېږي.

د UNHCR په وینا د نړۍ د کډوالو څلورمه برخه چې شاوخوا ۱۱ میلیونه کېږي، افغانان دي.

له کابله د بي بي سي فهیم عابد خپل رپوت کې د افغان چارواکو له قوله کاږي، چې، څه د پاسه پنځه میلیونه افغانان په قانوني او ناقانونه توګه د نړۍ بیلابیلو هیوادونو کې په کډوالۍ کې ژوند کوي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ په کلني رپوټ کې راغلي چې د نړۍ د ۴۵ میلیونه کډوالو څلورمه برخه افغانان جوړوي.

دغه رپوت چې د کډوالۍ په نړیواله ورځ خپور شوی وايي، د نړې په بېلابیلو هېوادونو کې لاهم تر ټولو ډېر کډوال افغانان دي او دغه هېواد له ۳۲ کلونو راهیسې د ډېرو بې ځایه شوو کسانو په درلودلو سره د نړۍ لومړی مقام لري.

په همدې حال کې په افغاانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري وايي، په تېرو ۱۲ کلونو کې څه د پاسه ۵ میلیونه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

په افغانستان کې د UNHCR مشر بو شاک وايي، خپل هېواد ته د افغان کډوالو د راستېدو کچه د تېرو کلونو پرتله کمه شوې ده.

افغانستان په داسې حال کې د کډوالۍ نړیواله ورځ لمانځي چې د روانې میلادي میاشتې تر پایه پاکستان کې افغان کډوالو ته ورکړل شوی مهلت پای ته رسېږي.

خو د افغانستان د کډوالو چارو وزیر جماهر انوري چې UNHCR چاراوکو سره په یوې ګډې خبري ناسته کې خبرې کولې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، د پاکستان د دغه اعلان په اړه هېڅ اندېښنه نه لري.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په وینا، د کډوالۍ تر ټولو ستر لامل جګړه ده او د افغانستان ترڅنګ سومالیا، عراق، سوریه او سوډان هغه نور جګړه ځپلي هېوادونه دي چې د نړۍ د ټولو کډوالو ۵۰ سلنه لري.

د دوی په وینا په نړې کې په هرو څلورو ثانیو کې یو کس کډوالۍ تر اړ کېږي او د ټولې نړۍ ۸۱ سلنه کډوال مخ پر ودې هېوادونو کې ژوند کوي.

ورته مطالب