ولسمشر کرزي د پوهنتون له معترضو استادانو سره وکتل

Image caption ولسمشر له استادانو غوښتي چې خپل اعتصاب ته د پاى ټکى کېږدي.

افغان ولسمشر حامد کرزي د کابل پوهنتون له معترضو استادانو سره وکتل. کابل کې د بي بي سي مصطفى سالک د ارگ د خبر پاڼې له مخه خپل رپوټ کې وايي، دغو استادانو د لوړو زده کړو د قانون د ژر تصويب، د پوهنتون د علمي اومالي خپلواکۍ، د اکاډميکو پوستونو د انتخابي کېدو او همدا راز د قامي او ژبنيو توپيرونو د مخنيوي غوښتنه کړې ده.

ولسمشر له استادانو غوښتي چې خپل اعتصاب ته د پاى ټکى کېږدي، خو د معترضو استادانو له ډلې يوه يې بي بي سي ته ويلي چې د لوړو زده کړو د وزير لرې کول هم د دوى يوه لويه غوښتنه ده او په وينا يې که دا غوښتنه يې و نه منل شي خپل اعتراضونه به روان وساتي.

معترضو استادانو ولسمشر حامد کرزي ته ويلي دي چې د دوى لاريونونه سياسي بڼه نه لري او د دغه هېواد له ملي گټو سره په ټکر کې نه راځي.

معترضو استادانو غوښتنه کړې چې د لوړو زده کړو قانون بايد ژر تر ژره د ملي شورا له خوا تصويب شي، اکاډميک پوستونه دې ازادې سيالۍ ته وړاندې شي. په پوهنتونو کې دي د قامي او ژبنيو توپيرونو مخه ونيوله شي، د پوهنتونو غصب شوې ځمکې دې بېرته ورکړل شي او سربېره پر دې دې په علمي مرکزونو کې د بهرنيو هېوادونو او کورنيو کړيو د لاس وهنې مخه ونيوله شي.

ولسمشر په پوهنتونو کې د بهرنيو او کورنيو کړيو لاس وهنې وژونکې بللي او ويلي يې دي چاته به دا اجازه هم ورنه کړي چې قامي او مذهبي اور ته پکى ووهي.

خو د کابل پوهنتون يو معترض استاد عزيز رهمن بي بي سي ته وويل چې د لوړو زده کړو د وزير عبيدالله عبيد لرې کول هم د دوى غوښتنه وه وايي هله به اعتراضونو ته د پاى ټکى کېږدي چې دا غوښتنه يې هم ومنل شي.

د وزير له گوښه کولو پرته د نورو غوښتونو په اړه ولسمشر ويلي دي چې يو شمېر غوښتنې يې سر له اوسه مني، ځينې به يې لږ وخت وروسته ومنل شي او يو شمېر نورې به يې په اوږده وخت کې ومني.

د کابل پوهنتون د محصلانو او استادانو دا لاريونونه شاوخوا درې اونۍ مخکې وروسته تر هغې پيل شول چې يو شمېر محصلانو د ټولنيزو علومو د پوهنځي د ريس او يوه استاد د گوښه کولو په موخه د ملي شورا مخې ته د نه خوړو اعتصاب وکړ او په پاى کې د ولسمشر سلاکار نعمت الله شهراني ورته وويل چې غوښتنې يې ومنل شوي نو له اعتصابه دې لاس واخلي.

وروسته استادانو او نورو محصلانو د دغې پرېکړې پر ضد لاريونونه پيل کړل، حکومت د ريس او استاد د لرې کولو خبره بېرته واخیسته، خو معترضو استادانو د ياد شوي استاد او ريس د حيثيت او اعادې خبره راپورته کړه او گڼ شمېر نورې غوښتنې يې هم ورسره ملې کړې، چې دا لړۍ لاهم روانه ده.

ورته مطالب