افغانستان: پر ټلویزیوني سیریال بندیز ولګېد

Image caption عفت په بنسټيز ډول ترکي سيريال دى چې دري ژباړه يې له څه مودې راهيسې په کابل کې له يوه خصوصي تلويزون طلوع څخه خپريږي.

د افغانستان د اطلاعاتو کلتور وزارت د رسنيزو سرغړونو کمېسیون د يوه خصوصي تلويزون "طلوع" پر "عفت" نومي سيريال بنديز ولگاوه او پر وينا يې سر له سبا بايد خپور نه شي.

د بي بي سي مصطفى سالک له کابله خپل راپور کې کاږي، چې دغه کمېسیون ويلي دي، د سيريال بنسټيزه ښځينه څېره له گڼو کسانو سره پرته له واده جنسي اړيکي نيسي، چې وايي د اد افغانستان د واده له دود او مدني قانون سره په ټکر کې خبره ده.

خپله طلوع تلويزون پر دې اړه له څه ويلو ډډه کړې ده.

عفت په بنسټيز ډول ترکي سيريال دى چې دري ژباړه يې له څه مودې راهيسې په کابل کې له يوه خصوصي تلويزون طلوع څخه خپرېږي.

اوس د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنيزو سرغړونو جرگگۍ پرېکړه کړې ده چې د چنگاښ له لومړۍ نېټې ، بايد دا سيريال د ياد شوي تلويزون له خوا خپور نه شي.

د ياد شوي کمېسیون يوۀ تن غړي عبدالشکور دادرس بي بي سي ته وويل چې دا سيريال له افغاني دودونو او د دغه هېواد له مدني قوانينو سره په ټکر کې دى، نو وايي ځکه يې دا پرېکړه وکړه. ښاغلي داد رس يې يوه بيلگه دا بيان کړه چې گواکې ددغه سيريال بنسټيزه څېره عفت، پرته له واده يو شمېر کسانو سره جنسي اړيکي ټينگوي.

خو په افغانستان کې د سويلي اسيا د خپلواکو رسنيو د بنسټ مشر ضيا بوميا وويل چې گواکې د رسنيو د سرغړونو کمېسیون دوى ته قانوني ارزښت نه لري.

هغه وويل په اطلاعات او کلتور وزارت کې د سينما په نامه يو رياست دى چې له تېرو کلونو راهيسې يې دنده تر خپرېدو مخکې د سيريالونو او فلمونو کتل دى وايي اوس هم بايد د همدغې څانگې تر خپريدو مخکې د عفت په نوم سيريال د خپريدو مخه نيولې واى،نه دا چې وروسته پرې بنديز لگول کېږي.

ښاغلي بوميا وويل چې اطلاعاتو کلتور وزارت د ملي شورا او نور بنسټونو له خوا تر فشار لاندې دې او اوس غواړي چې په دغه راز کړنو سره خپلې کمزورۍ پټې کړي.

د افغانستان ولسي جرگې تېره اونۍ د اطلاعاتو او کلتور وزير سيد مخدوم رهين استجوابيه غونډې ته بللى و.

چې گڼو استازو پرې د يو شمېر بهرنيو سيريالونو د خپرېدا له کبله نيوکې وکړې.

جرگې ښاغلي رهين ته وخت ورکړ چې په مياشت کې دننه د هغو رسنيو نوملړ جوړ او اعلان کړي چې په وينا يې خپرونې يې له ملي،کلتوري او اسلامي اررښتونو سره په ټکر کې دي.

د اطلاعاتو کلتور وزارت ويلي چې په سر کې يې د ټولو رسنيو د سيريالونو ارزول پيل کړي دي چې د خصوصي تلويزون طلوع د سيريالونو د ارزولو پر مهال يې پر عفت نومې ترکي سيريال بنديز ولگوه.

ورته مطالب