رباني:د سولې بهیر پر منحرف کېدو خواشیني یو

Image caption که دا دفتر یوازې د طالبانو لپاره د خبرو اترو یو ادرس وي، د سولې عالي شورا چمتو ده چې خبرې ورسره وکړي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، په قطر کې د طالبانو دفتر د پرانېستل کېدو له بڼې څرګندېږي، چې د افغان سولې بهیر د ناکامولو هڅې روانې دي.

د دغې شورا مشر صلاح الدین رباني وويل، د یاد دفتر پرانېستل د سولې له بهیر سره کومه مرسته نه کوي او دوی د دغه بهیر پر منحرف کېدو اندېښمن دي.

د بي بي سي ګلستان شینواری له کابله خپل رپوټ کې کاږي، چې د افغانستان د سولې عالي شورا په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانېستل کېدل یوه داسې هڅه بولي، چې موخه یې په دغه هېواد کې د سولې د بهیر ماتول دي.

د دغې شورا مشر صلاح الدین رباني کابل کې یوې غونډې ته وویل، چې دوی د سولې د بهیر د منحرف کېدو په اړه خواشیني دي.

ده وویل، د اسلامي امارت له سمبول او لوحې سره د قطر دفتر پرانېستل کېدل په افغان مسله کې د ښکېلو خواوو تر منځ د شویو هوکړو خلاف کار دی.

خو ښاغلي رباني بیا هم وویل، چې که دغه دفتر یوازې د خبرو اترو لپاره د یوه ادرس حیثیت ولري، دوی چمتو دي، چې په دې لاره کې عملي ګامونه پورته کړي.

غږ: که چېرته دا دفتر د سولې د خبرو د پیلولو په موخه د طالبانو یو ادرس و اوسي، موږ چمتو یو، چې د خبرو اترو له لارې یوې دایمي سولې ته د رسېدو لپاره عملي ګامونه واخلو.

ښاغلي رباني وویل، د سولې د راوستو لپاره هر هغه ګام چې افغان حکومت څنډې ته کړي له ماتې سره مخ کېدونکی دی.

د دغې شورا د دارالانشا مشر معصوم ستانکزي د یادې غونډې په څنډه کې خبریالانو ته وویل، په قطر کې د طالبانو د دفتر په اړه د افغان حکومت دریځ کې بدلون نه دی راغلی.

نوموړي وویل، که د سولې په خبرو کې پخپله افغانان مشري و نه کړي او یو له بل سره خبرې و نه کړي، دغه بهیر به پې پایلې پاتې شي.

د سولې عالي شورا تل ټینګار کړی او اوس یې هم کوي، چې هر هغه خبرې چې د افغانانو، د افغانستان د دولت یا سولې عالي شورا په ګډون او مشرۍ تر سره نه شي، هغه نتیجه نه ورکوي.

د افغانستان په ولسي جرګه کې هم په قطر کې د طالبانو د دفتر په اړه تاوده بحثونه وشول. د ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخېل وویل، په قطر کې د طالبانو دفتر کومه نتیجه نه ورکوي او ادعا یې وکړه، چې یو شمېر بهرنۍ کړۍ د افغان سولې بهیر پر وړاندې خنډونه جوړوي.

خو ځینې نورو جرګه والو بیا ټینګار کاوه، چې د سولې دغه بهیر باید پر مخ ولاړ شي. په جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې ارین یون ادعا وکړه، چې په حکومت کې دننه یو شمېر کسان دغه بهیر په لوی لاس تخریبوي.

د افغان دولت د تمې خلاف

د تېرې سه شنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو دفتر پرانېستل شو.

خو د افغان دولت د تمې خلاف یاد دفتر د افغانستان د اسلامي امارت تر نامه لاندې پرانېستل شو او د طالبانو بیرغ په کې پورته شو.

امریکا له دې سره سم له طالبانو سره خبرو ته چمتووالی وښود، خو افغان حکومت وویل، د قطر دفتر د پرانېستل کېدو بڼه له هغو ژمنو سره په ټکر کې ده، چې امریکا ورسره په دې اړه کړې وې.

که څه هم وروسته له یاد دفتره د طالبانو بیرغ او د اسلامي امارت نوم لرې شول، خو د سولې شورا دا کار کافي نه بولي او ټینګار کوي، د جګړې د روان پاتې کېدلو کوم پیغام چې له دغه ځایه خپور شوی، د افغان حکومت لپاره د منلو نه دی.

ورته مطالب