افغانستان د اورپکو ضد دوبني عملیات پیل کړل

شېر محمد کریمي
Image caption د دفاع وزارت لوى درستيز وويل، وسله وال طالبان جبهه يي جګړه نه کوي، بلکې د خرپ او ترپ نښتې کوي.

د افغانستان ددفاع وزارت لوى درستيز، جنرال شيرمحمد کريمي، په ختيځ کې د ٢٠١ سيلاب قول په مرکز کې له رسنيو سره د خبرو پر مهال، د نويو دوبنيو پوځي عملياتو خبر ورکړ.

چارواکي وايي، د "عقاب" په نامه دغه عمليات د روانې سرطان "چنګاښ" مياشتې له لومړۍ نېټې پيل شوي دي.

هغه وويل په دې عملياتو کې پر ملي پوځ سربېره پوليس او امنيتي ځواکونه هم ګډون لري.

ښاغلي کریمي وويل دغه عمليات د ټول هېواد په کچه پلان شوي، چې په وينا يې له نورو افغان ځواکونو سره په ګډه پر مخ بېول کېږي.

جنرال شېر محمد کريمي دغه راز د وسله والو طالبانو د فعاليتونو د زياتوالي خبر هم ورکړ چې په وينا يې اوس دغه ډله د قطر خبرو لپاره هڅه کوي پوځي برى تر لاسه کړي خو په وينا يې د پوځ ليکې يې پياوړې دي.

مدرسې

جنرال کريمي که څه هم، د کوم هېواد نوم ياد نه کړ، خو ښايي چې اشاره یې پاکستان ته وه چې په وينا يې مدرسې په کې تړل شوې او طالبانو يې د هغه په ټکو جګړو ته ملا تړلې ده.

Image caption په دې عملیاتو کې د ملي پوځ سربېره، پولیس او افغان پوځ هم ګډون لري.

د دفاع وزارت لوى درستيز وويل، وسله وال طالبان جبهه يي جګړه نه کوي، بلکې د خرپ او ترپ نښتې کوي.

د هغه په ټکو، تر ډېره ورته د خپل غليم پېژندنه هم ستونزمنه ده.

جنرال کريمي وویل، په ټول هېواد کې د وسله والو طالبانو فعاليتونه زيات شوي خو په خبره يې چې کومه لويه لاس ته راوړنه نه لري.

د افغانستان دفاع وزارت داسې مهال د "عقاب" په نوم د نويو پوځي عملياتو خبر ورکوي، چې وسله والو طالبانو لا له وړاندې، خپلو عملياتو ته د "خالد بن وليد" نوم ورکړى او هر ورځ د افغان او بهرنيو ځواکونو د مرګ ژوبلې خبرونه ورکوي.

ورته مطالب