ولسمشرۍ ماڼۍ ته نژدې ډله ییز برید پای ته ورسېد

اورپکو نن ( جون ۲۵ ) ګهیځ وختي د افغان پلازمېنې زړه کې له ولسمشرۍ ماڼۍ سره څېرمه پر امنيتي ځواکونو بريدونه کړي.

امنیتي چارواکي وايي برید پای ته رسېدلی او ټول برید ګر یې وژلي، خو وسله ‌طالبان وايي نښته لاهم روانه ده.

کابل کې د بي بي سي يو خبريال وايي بريدګر د ولسمشر کرزي له ساتندويانو او هم نژدې سي ای اې امريکايي پرسونل سره نښته کې ښکېل دي.

رپوټونو کې ویل شوي، چې برید ګر وتوانېدل له وژل کېدو مخکې یوې څېرمه ودانۍ ته ننوځي.

د کابل امنیې قوماندان ایوب سالنګي په وینا دغه برید له پیله دوه ساعته وروسته پای ته ورسېد. د نوموړي په خبره اټکل کېږي، چې برید ګر څلور کسان وو او له امنیتي پوستو یې د تېرېدو لپاره جعلي کارت کارولی وو.

اورپکو په لومړيو کې د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ ختيځه دروازه په نښه کړې وه، چې لسګونه خبريالان په کې د ولسمشر کرزي خبری کنفرانس کې ګډون لپاره راغونډ شوي وو.

د بي بي سي بلال سروري چې د دغو خبريالانو په ډله کې و، وايي دوی اړ شول چې خوندي ځای ته وځغلي، په داسې حال کې چې مرمۍ يې له سرونو تېرېدې.

خبريالانو يو شمېر چاودنې اورېدلې، او راپورونه وايي لاسي بمونه هم غورځول شوي دي.

بل لور ته د افغانستان دفاع وزارت یوه ویاند، دولت وزیري کابل کې د بي بي سي خبریال جعفر هاند ته وویل، چې برید ګر څلور تنه وو، چې د بهرنیانو دریشي یې اغوستې وې او جعلي کارتونه یې درلودل.

د هغه په وینا، یوه برید ګر ځان پورې تړلي مواد درشل کې وچاودل او نورو هڅه کوله، دننه ننوځي، خو امنیتي کسانو یې مخه ونیول او نښته پیل شوه، چې په پای کې برید ګر د هوټل ساتونکو له لوري ووژل شول.

د نوموړي په وینا افغان امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی، خو هغه زیاته کړه، چې د بهرنیانو د تلفاتو په اړه معلومات نه لري. د هغه په وینا د برید هدف اریانا هوټل وو، نه د ولسمشرۍ ماڼۍ او یا د افغانستان دفاع وزارت.

هغه زیاته کړه، چې دغه برید حقانې شبکې کړی، خو وسله والو ‌‌طالبانو له بي بي سي ته وویل، چې برید د دوی ملګرو ګهیځ شاوخوا شپږنیمې بجې کړی.

د ‌طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، برید یې په ولسمشرۍ ماڼۍ، ملي دفاع وزارت او اریانا هوټل کړی، چې د سي آی اي کارکونکي په کې دېره دي، نوموړي ادعا کړې، چې دغه برید کې یې لوی زیان اړولی، خو افغان چارواکي دغه ادعا ردوي.

طالبانو ويلي بريد د دوی وسله والو کړی دی.

د ناټو په مشرۍ ایساف ځواکونو په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، چې افغان ملي امنیتي ځواکونو د " ځوابي برید " مشري پر غاړه درلوده.

په ۲۰۰۱ کال کې د ‌‌‌طالبانو حکومت له منځه تلو وروسته لومړی ځل تېره اونۍ ایساف ځواکونو افغان امنیتي ځواکونو ته دغه هېواد کې امنیتي مسوولیت وسپاره. نړیوال ځواکونه به د ۲۰۱۴ تر پایه افغانستان کې پاتې شي او د اړتیا پر مهال به د افغان ځواکونو ملاتړ کوي.

دغه پېښه يوازې څو ورځې وروسته له هغه کېږي چې ولسمشر کرزي له طالبانو سره د امريکا په ملاتړ خبرو پر وړاندې مخالفت وکړ.

بريد څو ورځې وروسته له هغه کېږي چې نړيوالو ځواکونو په کې د ټول افغانستان امنيت ساتنې دنده افغان ځواکونو ته وسپارله.