ناټو د افغان پولیسو پرمختیايي تګلارې ملاتړ اعلان کړ

Image caption اوس به ناټو د لسو نورو کلونو لپاره، افغان پوليسو ته معاشونه برابروي او وسلې به ورکوي، روزي به يې او نورې اسانتیاوې به ورته برابروي.

دافغانستان کورنيو چارو وزارت ويلي دي چې ناټو د افغان پوليسو د ۱۰ کلنې پرمختيايي تگلارې ملاتړ اعلان کړ، چې وايي اوس به يې پر بنسټ ناټو د لسو نورو کلونو لپاره، افغان پوليسو ته معاشونه برابروي او وسلې به ورکوي، روزي به يې او نورې اسانتیاوې به ورته برابروي.

افغانستان اوسمهال ١٥٠ زره تنه پوليس لري چې د دغه هېواد د ډيرې برخې ولکه يې په لاسونو کې ده.

مصطفى سالک له کابله خپل رپوټ کې د افغانستان کورنيو چارو وزارت چارواکو له قوله وايي چې دغه وزارت د روان لمريز کال په پيل کې د پوليسو لس کلنه پرمختيايي تگلاره بشپړه کړې وه، دوی وايي چې په دغه تگلاره کې د ملي پوليسو د پرمختگ په موخه د پوليسو معاشونه،تجهيزات، روزنيز بهيرونه او نورې اړتياوې له مخکې څخه په گوته شوې دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي د بي بي سي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د اروپايي ټولنې سياسي او امنيتي کمېسیون په بروکسل کې د يوې غونډې په ترڅ کې د يادې شوې ملي تگلارې ملاتړ اعلان کړ او د لسو نورو کلونو لپاره يې د افغانستان د ملي پوليسو د معاشونو ورکړه ،سنبالونه،روزنه او نورې اړتياوې پر غاړه واخستې.

د بروکسل غونډه

ښاغلي صديقي دا څرگندونې تر هغې وروسته کولې چې د افغانستان د کورنيو چارو وزير ستر پاسوال مجتبى پتنگ د اروپايي ټولنې د سياسي او امنيتي کمېسیون له غونډې کابل ته ستون شو.

ښاغلي صديقي وويل چې دا هوکړه د افغانستان د ملي پوليسو د پرمختيا په لاره کې د يوې ارزښتناکې پړاو نښې مانا لري او افغانستان ته ډاډ ورکوي چې تر ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته، يانې د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته به هم د دغه هېواد د پوليسو پرمختيا روانه پاتې شي.

افغانستان اوسمهال ١٥٠ زره تنه پوليس لري چې د جرم ضد مبارزې تر څنگه د حکومت له وسلوالو مخالفانو سره هم په جگړه کې ښکېل دي او د دغه هېواد د ډېرى برخې د امنيت واگى يې په لاسونو کې دي.

ورته مطالب