د پولې وضعیت په باب کرزي ته د امام علي رحمان لیک

Image caption ښاغلي رحمان ددې چارو د مخنيوي لپاره د دواړو هېوادونو تر منځ د څارگرو بنسټونو د معلوماتو شريکولو غوښتنه کړې ده.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان افغان ولسمشر حامد کرزي ته په استول شوي ليک کې د دواړو هېوادونو د گډې پولې په اوږدو کې د ترهگرو ډلو د شتون او د نشيي توکيو د قاچاق په اړه اندېښنه ښوولې او په دې برخه کې يې ددواړو غاړو له خوا د څارگرو معلوماتو د شريکولو غوښتنه کړې ده.

د ارگ د خب پاڼې له مخه ولسمشر حامد کرزي افغان امنيتي بنسټونو ته دنده سپارلې چې دا چارې وارزوي او د مخنيوي لپاره يې گام واخلي.

مصطفى سالک له کابله خپل رپوټ کې د ارگ د خبر پاڼې په حواله کاږي، د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د ليک په پيل کې د افغانستان او تاجکستان د پولې په اوږدو کې د افغان امنيتي ځواکونو د کړنو هرکلى کړى او ستايلې يې دي، خو ورسره جوخت يې د يادې شوې پولې په اوږدو کې د ترهگرو ډولو د شتون او د نشيي توکيو د قاچاق په اړه اندېښنه ښوولې ده.

ښاغلي رحمان د دې چارو د مخنيوي لپاره د دواړو هېوادونو تر منځ د څارگرو بنسټونو د معلوماتو شريکولو غوښتنه کړې ده.

پر همدې تړاو ولسمشر حامد کرزي د دغه هېواد دفاع او کورنيو چارو وزارتونو او ملي امنيت بنسټ ته دنده وسپارله چې، د تاجکستان د ولسمشر اندېښې وارزوي او د دغو چارو د مخنيوي لپاره گامونه پورته کړي.

په دې وروستيو کې په افغانستان کې هم داسې اندېښې ډيرې شوې دي چې گواکې د افغانستان په شمال کې د مرکزي اسيا له هېوادونو سره پر پوله افغان او د منځنۍ اسيا گڼ شمېر وسله وال مخالفان ټول شوي دي. تېره ورځ په يوه خبري غونډه کې د افغانستان د کورنيو چارو وزارت له وياند صديق صديقي هم دا پوښتنه وشوه چې نوموړي رد نه کړه.

همدا راز تېره اونۍ د افغانستان ملي امنيت بنسټ ويلي وو چې په شمالي ولايت کندز کې يې پنځه تنه ازبکستاني ترهگر نيولي دي چې دوه تنه يې ځانمرگي او درې تنه يې د ورته کړنو سنبالونکي وو.

ورته مطالب