له طالبانو سره د سولې خبرې ولې ټکنۍ شوې؟

Image caption د امریکا خاص استازی په قطر کې د څو ورځو له تېرولو وروسته پرون/دوشنبه کابل ته راورسېد او له ولسمشر کرزي سره یې ولیدل.

افغان ولسمشر حامد کرزي د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي جیمز ډوبنز سره په لېدنې کې د سولې خبرو پر افغاني کېدو ټینګار وکړ.

که څه هم چې په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر له پرانيستلو يوه اونۍ تيره شوې، خو لا هم د طالبانو، افغان حکومت او امريا ترمنځ د سولې د خبرو اترو د پيل کوم څرک نه دى لگېدلى.

افغان ولسمشر حامد کرزي د وزيرانو شورا غونډې ته وويل چې هغه له طالبانو سره د سولې خبرو اترو ته چمتو دى ، خو په دې شرط چې په دوحه کې د طالبانو له دفتره يوازې او يوازې د سولې د خبرو اترو لپاره کار واخيستل شي .

طالبانو هم په يوه تازه غبرگون کې ويلي چې افغان حکومت د دوحې په دفتر د طالبانو د جنډې او لوحې لگولو په پلمه دغه خبرې په لوى لاس ټکنى کړي او د دوى په خبره چې نه غواړي دغه خبرې يوې پايلې ته ورسيږي .

تر دې وړاندې تمې دا کېدې چې کابل ته د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکې د ځانگړي استازي له سفر سره به ټولو هغو پوښتنو او انديښنو ته ځوابونه و موندل شي چې د طالبانو سره د سولې او په قطر کې د هغوى لپاره د دفتر د پرانيستلو په تړاو راټوکيدلې وې، خو دا دى کابل ته د دغه ځانگړي استازي له سفره دوه ورځې تيرې شوي بيا هم دغو پوښتنو او انديښنو ته ځوالب نه دى ورکړل شوى .

اصلي لوری

د پاکستان او افغانستان لپاره د امريکې ځانگړي استازي جيمز ډوبنز تېره شپه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له ولسمشر کرزي سره ليدلي کتلي، خو د دغې ناستې پاستې په اړه هم په روښانه توگه تر اوسه څه نه دي ويل شوي، تر دې وړاندې د هغه هيواد د بهرنيو چارو وزير جان کيري له طالبانو سره د کيدونکو خبرو اترو په اړه شک څرگند کړى و او ويلي يې وه چې په تيرې يوه اونۍ کې هغه څه چې وشول ، اټکل نه کوي چې د سولې په تړاو به کيدونکې خبرې خپل اصلي لوري ته راواوړي.

د افغانستان د چارو د ادارې چارو رعایتي دفتر پخپله وروستۍ خبرپاڼه کې د طالبانو سره د خبرو اترو او په دوحې کې د هغوى لپاروه د دفتر د پرانيستې په تړاو د افغان حکومت دريځ په روښانه ټکو کې څرگند کړى، او د ولسمشر کرزي له خواويل شوي چې د کابينې غونډې ته يې ويلي چې هغه چمتو دى په افغانستان کې د جگړې د بندولو لپاره د طالبانو سره د سولې په ټغر کيني ، خو شرط يې دا ښودلى چې هيڅکله به هم د قطر له دفتره د نورو موخو لپاره کار نه اخيستل کيږي.

ښاغلي کرزي په دې خبره ټينگار کړى چې پخوا له هغه سره د دغه دفتر د پرانيستې پر سر چې کومه هوکړه شوې وه ، له هغې نه سرغړونه شوې، چې يوه بيلگه يې دغه دفتر د طالبانو د اسلامي امارت په نامه پرانيستل شو چې د افغان حکومت غوسه يې راوپاروله .

ښاغلي کرزي دا رنگه له دغه دفتر له انگړه د طالبانو د جنډې د راښکته کولو او د دروازې له سره يې د اسلامي امارت د لوحې را کوزيدلو له امله خوښي څرگنده کړې او د دغه کار هرکلى يې کړى .

موږ هڅه وکړه چې په دوحه کې د طالب وياندويانو نظر هم په دې اړه تر لاسه کړو ، خو هغوى له څه ويلو ډډه وکړه ، خو هغه خبرپاڼه چې د طالبانو په استازولۍ ذبيح الله مجاهد رسنيو ته استولې په هغې کې پر افغان حکومت تور پورې شوى چې گواکې د جنډې او د لوحې راښکته کول هغه پلمې وې چې افغان حکومت نه غوښتل د سولې خبرو اترو ته غاړه کيږدي.

په دغه خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې افغان حکومت تل ويل چې که چيرته د طالبانو پته بيامومي ، نو ورسه به خبرې اترې پيل کړي ، دوى وايي اوس ې هغوى پته ميندلې بيا هم افغان حکومت له دغو خبرو ځان په څنگ تيروي .

بله غاړه د افغانستان د سولې سترې شورا ويلي چې په دوحه کې د طالبانو له دفتره د جنډې او لوحې په کوزيدلو بسنه نه کوي او وايي چې ټول هغه شرايط چې لا له وړاندې افغان حکومت وړاندې کړي هغه بايد په پام کې ونيول شي ، دوى وايي که داسې وشي ، نو دغه شورا چمتو ده چې د طالبنو سره د خبرو اترو لپاره قطر ته خپل استازي واستوي .

د افغان حکومت د غبرگون تر څنگ هندي چارواکو هم په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر په تړاو انديښنې په ډاگه کړي ، او داسې بريښي چې له طالبانو سره د پاکستان خواخوږي ښايي د دوى انديښنې زياتې کړي وي .

د امریکا خاص استازی په قطر کې د څو ورځو له تېرولو وروسته پرون/دوشنبه/ کابل ته راورسېد او له ولسمشر کرزي سره یې ولیدل.

ده وروسته د افغانستان د سولې د عالي شورا له دوو غړیو سره هم ولیدل او له ولسمشر کرزي سره یې خپلې خبرې مثبتې وبللې.

ده وویل:''موږ د پخلاینې پر اوسني بهیر، چې طالبانو ته ځنډېدلی چې ایا دوی غواړي چې خبرې وکړي او که ونه کړي، نظرونه تبادله کړل''

ډابینز په کابل کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا طالبان د سولې په خبرو کې ګډون کوي او کنه کوي؟ وویل: ''دا مسله لا څرګنده نه ده. زه اصلاً نه یم خبر. انتظار یو چې له دوی څخه واورو''

ډابینز همداراز وویل چې له څو میاشتو راهیسي له طالبانو سره منظمې او غیرمنظمې خبرې کوي او غیرمستقیمې خبرې خو یې له یو نیم کال راهیسي دوام لري.''نو ویلی شم دا کومه حیرانوونکې هڅه نه ده. خو دا څرګنده نه ده چې ایا طالبان د هغو شرایطو پراساس خبرو ته تیار دي او کنه دي چې موږ ټاکلي، باید دوی ته انتظار وایستل شي.''

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي ویلي، واشینګټن په دوحه کې د طالبانو د دفتر د پرانیستلو په څرنګوالي غوسه شوی .

د نوموړې په وینا د اسلامي امارت نوم ، سمبولونه ، اونښې په هغه توافق برابرنه وو چې مخکې یې ژمنه شوې وه .

تر دې مخکې پرون په قطر کې د طالبانو د تحریک د سیاسي دفتر غړي محمد سهیل شاهین په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دوی په دوحه کې د خپل دفتر د (اسلامي امارت) د لوحې او بیرغ په اړه خپل دریځ بدل کړی نه دی او لا هم په بیرغ او د اسلامي امارت پر لوحې ټینګار لري.

طالبان وايي چې د قطر د حکومت په اجازه یې پر خپل دفتر د اسلامي امارت لوحه او سپین بیرغ درولي و چې وروسته قطري چارواکو لېري کړل.

ورته مطالب