"له طالبانو سره د خبرو امکان پیدا شوی"

Image caption د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري پر طالبانو غږ وکړ چې د خبرو اترو بهیر بیرته ژوندی کړي.

امریکا وايي اوس هم له طالبانو سره خبرو ته هیله منه ده خو زیاتوي چې د خبرو لپاره نیټه نه ده ټاکل شوې.

په دې وروستیو کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له پرانستل کېدو سمدستې وروسته اعلان وشو چې په څو ورځو کې به له طالبانو سره خبرې وشوې خو دغه خبرې د طالبانو د دفتر پر څرنګوالي د اختلافاتو له امله وځنډې.

اوس د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند پاټریک وینټریل یو ځل بیا دا خبره کړې چې له طالبانو سره د خبرو د پیلېدو امکان پیدا شوی دی.

ویاند وویل د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي جیمز ډوبنز تر اوسه له طالبانو سره نه دي لیدلي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند پاټریک وینټریل چې په یوې خبرې غونډې کې یې خبرې کولې زیاته کړه چې امریکا به هڅه وکړي چې له طالبانو سره د سولې د خبرو بهیر سمې لارې ته برابر کړي.

ده شک هم څرګند کړ چې په وینا یې نه پوهېږي چې دا چاره به شونې وي او کنه.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند دغه څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري پر طالبانو غږ وکړ چې د خبرو اترو بهیر بیرته ژوندی کړي.

په پام کې وه چې د خبرو لومړنی پړاو له دمخه پیل شوی وای خو د طالبانو پر دفتر د افغان حکومت له نیوکو وروسته د خبرو دغه بهیر تراوسه پرمخ نه دی تللی.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند زیاته کړه چې د امریکا موخه د افغانانو ترمنځ د خبرو د زمینې برابرول ده او د دې ترڅنګ امریکا هم له طالبانو سره مخامخ خبرو ته هم چمتو ده.

ښاغلي وینټریل وویل که د افغانستان حکومت او طالبان وغواړي کولای شي چې لومړي دوی په خپلو کې خبرې وکړي.

په همدې حال کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي جیمز ډوبنز خبریالانو ته ویلي چې د پروپاګند لپاره د قطر د دفتر کارول ښايي طالبانو ته زیان اړولی وی.

ښاغلي ډوبنز ویلي دا یوه ناسمه محاسبه وه.

هغه هم دا خبره کړې ده چې امریکا له طالبانو سره خبرو ته چمتو ده او لا هم د طالبانو ځواب ته انتظار باسي.

ورته مطالب