د افغانستان شمال کې دویمه ورځ هم مظاهرې وشوې

Image caption مظاهره چیانو ټینګار کاوه چې دوی د تخار د والي احمد فیصل بیکزاد، د امنیې قوماندان عبدالحنان قطغني او د ملي امنیت مشر جنرال نجیب الله د لرې کېدو غوښتنه کوي.

تخار ولایت کې حکومت ضد مظاهرې دویمې ورځې ته وغځېدې. مظاهره چیانو په دریو ولسوالیو کې عمومي لارې د ترافیکو پر مخ تړلې وې.

دوی غوښتنه کوله، چې د تخار والي، امنیې قوماندان او د ملي امنیت مشر دې له دندو لېرې شي.

ویل کېږي، د مظاهره چیانو د غوښتنو ارزولو لپاره له کابله سیمې ته یو پلاوی استول شوی، خو تر اوسه یې د کار پایله مالومه نه ده.

ګلستان شینواری له کابله خپل رپوټ کې کاږي، د دغو مظاهرو له کبله په سیمه کې د خلکو تګ راتګ هم کم شوی دی.

د ګاډو په هغو تمځایونو کې هم د خلکو شمېر د پخوا په پرتله ډېر کم و چې کندوز، کابل او مزار شریف ته سپرلۍ لېږدوي.

مظاهره چیانو سهار وختي په کلفګان، بنګي او ماورای کوکچه ولسوالیو کې لارې د ترافیکو پر مخ وتړلې.

مظاهره چیانو ټینګار کاوه چې دوی د تخار د والي احمد فیصل بیکزاد، د امنیې قوماندان عبدالحنان قطغني او د ملي امنیت مشر جنرال نجیب الله د لرې کېدو غوښتنه کوي، خو تر اوسه یې دغو غوښتنو ته پام نه دی شوی. په کلفګان ولسوالۍ کې د مظاهرې یو تن ګډونوال:

" نن په کلفګان ولسوالۍ کې مظاهرې په شپږ بجې پیل شوې او تر یوې بجې لا هم روانې دي. دا مظاهرې به تر هغې روانې وي، چې مرکزي حکومت د دغو خلکو حقونه پر ځای کړي نه وي او خلکو ته یې قناعت نه وي ورکړی."

له دې سیمې تېرېدونکې لویې لارې د بندېدو له کبله خلک له ستونزو سره مخامخ شوي دي. له سیمې هغو لارویانو ته هم د تېرېدو اجازه نه ده ورکړل شوې، چې غواړي ناروغان له یوه ځایه بل ته ولېږدوي. په سیمه کې یو تن موټر چلوونکی وايي:

" فیض الله کریمي یم، د بدخشان ولایت د کېشم ولسوالۍ اوسېدونکی. له کېشم نه مې سپرلۍ راوړې، غوښتل مې چې تخار ته ولاړ شم خو دلته سهار پنځه بجې رارسېدلي یو او اوس دا دی دولس بجې دي او د تلو اجازه نه راکول کېږي."

تر غرمې وروسته په په بنګي ولسوالۍ کې مظاهره چیانو سړکونه د ترافیکو پر مخ پرانېستل خو په کلفګان ولسوالۍ کې بیا هم لارې بندې وې.

هڅه مو وکړه، چې د دې مسلې په اړه د سیمه ییزو چارواکو غبرګون راواخلو، خو و نه توانېدو، خو ویل کېږي، د دغې موضوع د ارزولو لپاره له کابله سیمې ته یو پلاوی استول شوی دی.

له بله پلوه مظاهره چیان خبرداری ورکوي، که مرکزي حکومت د دوی غوښتنې و نه مني، سر له سبا به پر لویو لارو خېمې ووهي او د تل لپاره به یې د ترافیکو پر مخ وتړي.

د یاودونې وړ ده، چې دا مظاهرې په بنسټیز ډول په تخار کې د مجاهدینو د نوې جوړې شوې شورا له خوا پیل شوې وې.

د مجاهدینو شورا کابو یوه میاشت وړاندې په خپلو دوه ورځنیو مظاهرو کې د یوه پرېکړه لیک په وړاندې کولو مرکزي حکومت ته خبرداری ورکړی و، چې که د دغه ولایت مشرتابه له دندو لرې نشي، د خپلو مظاهرو لمن به پراخه کړي.

ورته مطالب