پلاوی: ده سبز کې حکومت 'نامسؤولانه' چلند کړی

Image caption د دوشنبې په ورځ په ده سبز ولسوالۍ کې په رامنځته شوې پېښه کې اووه ولسي وګړي ووژل شول او د څلورو پولیسو په ګډون تر شلو ډېر کسان ټپیان شول.

د ولسي جرګې هغه پلاوی چې د تېرې دوشنبې په ورځ د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې د رامنځته شوې پېښې د څېړلو لپاره ورغلی و وايي، چې د حکومت لخوا غیر مسولانه چلند شوی او په دغه قضیه کې ښکېل امنیتي چارواکي دې د قانون منګولو ته وسپارل شي.

کابل کې زموږ همکار ګلستان شینواری وايي، د ولسي جرګې دغو غړو ویلي، حکومتي ځواکونو په هغو ولسي خلکو ډزې کړې او مرګ ژوبله یې رامنځته کړې، چې د نوي کابل په پروژه کې پر ځمکو دعوه لري.

دوی همدراز وايي، امنیتي ځواکونو د پېښې په ارزولو کې د دوی مخه نیولې او ان ډزې یې پرې کړې دي.

له بلې خوا چارواکي وايي، افغان ولسمشر حامد کرزي د دغې قضیې د ارزولو لپاره یو پلاوی ګومارلی، چې له څېړنو وروسته به نوموړي ته په دې اړه رپوټ ورکړي. د ولسي جرګې غړې وايي، د احتجاج په توګه په دغه پلاوي کې برخه نه اخلي.

د دوشنبې په ورځ په ده سبز ولسوالۍ کې په رامنځته شوې پېښه کې اووه ولسي وګړي ووژل شول او د څلورو پولیسو په ګډون تر شلو ډېر کسان ټپیان شول.

درنې وسلې

د ولسي جرګې هغه پلاوی چې سیمې ته د دغې پېښې د ارزولو لپاره ورغلی و، وايي، حکومتي ځواکونو په غیر مسؤولانه ډول په معترضو خلکو د سپکو او درنو وسلو ډزې کړې دي.

دوی وايي، د پېښې په ورځ پولیسو دوی ته هم اجازه نه ده ورکړې چې سیمې ته ورشي او ان پر دوی د امنیتي ځواکونو لخوا ډزې هم شوې دي.

دغه جرګه وال وايي، چې په پېښه کې ښکېل حکومتي چارواکي باید د قانون منګولو ته وسپارل شي. د دغه پلاوي دوه تنه غړي حمید توخی او میرویس یاسیني.

له بله پلوه افغان حکومت وايي، ولسمشر کرزي د دې مسلې د څېړلو لپاره د کورنیو چارو وزارت د مرستیال او د ولسي جرګې د یو شمېر غړو په ګډون یو پلاوی ټاکلی دی.

د دغه پلاوي یو تن غړی او د کابل د امنیې قوماندانۍ مرستیال جنرال داوود امین بي بي سي ته وویل، دوی په موضوع کار پیل کړی او په راتلونکو څو ورځو کې به یې رپوټ ولسمشر ته وسپاري.

خو د ولسي جرګې غړي وايي، چې د کورنیو چارو وزارت چارواکي پخپله په دغه قضیه کې ښکېل دي او په ټاکل شوي پلاوي کې هم د دغه وزارت چارواکي

د نوملړ په سر کې ټاکل شوي، چې دا کار دوی ته د منلو وړ نه دی او له همدې امله په دغه پلاوي کې ګډون نه کوي.

ښاغلي توخي وړاندیز وکړ، چې ولسي جرګه باید د دې مسلې د ارزولو لپاره یو خپلواک پلاوی وګوماري.

په پای کې ولسي جرګې پرېکړه وکړه، چې د دې موضوع د ارزولو لپاره به په راتلونکي کې له جرګه والو جوړ یوه پلاوي په اړه پرېکړه وکړي او د اعتراض په ډول یې خپله غونډه پای ته ورسوله.

ورته مطالب