"ځیني هېوادونه په خپل سر افغان محصلینو ته بورسونه ورکوي"

Image caption د افغانستان د لوړو زده کړو چارو وزارت وايي يو شمېر هېوادونه د دغه هېواد د لوړو زده کړو د بورسونو منل شوې تگلاره په پام کې نه نيسي او په خپل سر افغان محصلانو ته بورسونه ورکوي.

افغان چارواکي وايي روسيه او پاکستان پرته له دې چې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت سره په اړيکه کې شي په خپلو هېوادونو کې افغان محصلینو ته ښوونيز بورسونه ورکوي.

د لوړو زده کړو وزارت وايي که له منل شوې کړنلارې پرته افغان محصلین په بهر کې زده کړې کوي سندونه به يې دوى ته د منلو وړ نه وي.

چارواکي وايي د افغانستان د بهرنيو چارو له وزارته یې هم غوښتي چې د دغه راز چارو مخه ونيسي.

د افغانستان د لوړو زده کړو چارو وزارت وايي يو شمېر هېوادونه د دغه هېواد د لوړو زده کړو د بورسونو منل شوې تگلاره په پام کې نه نيسي او په خپل سر افغان محصلانو ته بورسونه ورکوي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وياند محمد عظيم نور بخش د پاکستان او روسیې نومونه واخیستل چې په وینا یې له ټاکل شويو اصولو پرته افغان محصلینو ته د بورسونو د ورکړې هڅه کوي.

بېلابېل هېوادونه په کال کې افغان حکومت ته شاوخوا ٥٠٠ وړيا بورسونه استوي، خود ورکړل شويو شمېرو له مخې يوازې تېر کال نژدې ٣٠٠٠ محصلین بهرنيو هېوادونو ته د لوړو زده کړو لپاره تللي دي چې يو شمېر يې افغان حکومت په خپل لگښت استولي او ځينې نور یې د يو شمېر هېوادونو څخه وربلل شوي دي.

په پام کې ده چې سږکال هم ٢٥٠٠ افغان محصلین بهرينو هېوادونو ته واستول شي.

اوس مهال ١٠ زره افغان محصلین په هند، پاکستان، قزاقستان، ترکمنستان، جاپان، ترکيه، بنګله ديش او يو شمېر نورو هېوادونو کې د ليسانس، ماسټرۍ او ډوکټورا پر کچو زده کړې کوي.

سربيره پر وړيا بورسونو افغان حکومت هم دې چارې ته په کال کې لس ميلیونه ډالر ځانگړي کړي دي.

ورته مطالب