تخار کې د ځايي چارواکو ضد مظاهرې شوې

Image caption لاریونیان ګواښ کوي، چې له دې وروسته به پر سړکونو خېمې وهي.

د افغانستان په شمالي ولایت تخار کې زرګونو کسانو د والي، امنیه قومندان او ملي امنیت دمشر پر ضد لاریون کړی او د هغوی د استعفا غوښتنه یې کوله.

له کابله د بي بي سي خبریال حفیظ الله معروف خپل رپوټ کې وايي، چې دغه مظاهرې له تېرو درې ورځو راهیسې راوانې وې، خو دا ځل یې بڼه بل ډول وه او له ولسوالیو هم په کې ګڼ شمېر خلکو برخه لرله.

لاریونیان ګواښ کوي، چې له دې وروسته به پر سړکونو خېمې وهي او تر هغې به خپلو مظاهرو ته دوام ورکوي، چې د دوی غوښتنې نه وې منل شوې.

مظاهره چیان، پر والي او امنیه قومندان تور پورې کوي چې اداري فساد کې ښکېل دي او د دوی په باور له نا مسوولو وسله والو ډلو سره لاس لري. خو والي، امنیه قومندان او نور چارواکي په دې اړه له خبرو ډډه کوي.

دا لاریونونه په تخار کې د مجاهدینو د شورا له خوا، چې تازه جوړه شوې، همغږې شوې دي.

لاریون د تالقانو د ښار ټول واټونه د ترافیکو او خلکو پرمخ تړلې دي، چې دې کار خلک او هټۍ وال له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

مظاهره چیانو، چې"د مرګ پر خاینینو او موږ حق غواړو"شعارونه ورکول، ویل داسې نوی والي غواړي چې د دوی په وینا پیاوړی او له اداري فساده پاک وي.

دوی پر والي او امنیه قومندان تور پورې کوي، چې په فساد کې ښکېل دي او په دغه ولایت کې د ناقانونه وسله والو ډلو ملاتړ کوي.

خو د تخار والي، امنیه قومندان او نور چارواکي په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي. د لاریون یو سمبالونکی حاجي جمشید وايي، که یې غوښتنې و نه منل شي، خپل لاریون به همداسې روان وساتي.

" نن موږ د خپل ملت حقونه غواړو. له کابله پلاوی راغلی، که چېرې موږ ته مو خپل حقونه را نه کړي غوښتنې مو و نه منل شي، خپلې مظاهرې همدلته روانې ساتو او دغه میدان نه پرېږدو"

تر دې مخکې د افغانستان په یوه بل شمالي ولایت جوزجان کې یو شمېر خلکو چې ویل کېدل، د جنرال عبدالرشید دوستم پلویان وو، د دې ولایت د والي پرضد مظاهرې کړې وې او دهغه دګوښه کېدو غوښتنه یې کوله.

ورته مطالب