میدان وردګو کې د فابریکې کارکوونکي تښتول شوي

Image caption میدان وردګ چې د کابل په ۳۵ کیلومترۍ کې موقعیت لري، له نسبتاً نارامو ولایتونو څه دی.

له ميدان وردګو ولايت نه راپورونه وايي چې په سيداباد ولسوالۍ کې د مرمرو ډبرو د يوې فابريکې ۱۰ کارکوونکي او ساتونکي ناپېژاندو وسله والو تښتولي دي.

ولايتي چارواکي د پېښې د تاييد ترڅنګ وايي د دغو کسانو د موندلو هڅې يې پيل کړي، خو په خبره يې تر اوسه يې څرک نه دی لګېدلی.

تر دې دمه هېڅ يوې ډلې د دغو کسانو د تښتولو پړه نه ده منلې او نه يې هم د تښتولو لامل معلوم دی.

د والي وياند عطاء الله خوګياڼي بي بي سي ته وويل پېښه درې ورځې وړاندې د سيد اباد او د بهسودو د لومړۍ برخې ترمنځ رامنځ ته شوې ده:

" درې ورځې مخکې وسله والو د سيد اباد او د بهسودو د لومړۍ برخې ترمنځ سیمې کې د مرمرو پر یوې کارخانې برید کړی، یو کارکونکی یې وژلی، دوه تنه ټپیان کړي او ۱۰ نور، چې څلور یې د فابرېکې ساتونکي دي، تښتول شوي دي. امنیتي ځواکونه هڅه کوي، معلومه کړي چې دغه برید چا او ولې کړی. پېښه کې د کارخانې یو شمېر وسایط سوځول شوي او نورو ته زیان اوښتی."

د میدان وردګو والي عبدالمجید خوګیاڼي د روانې میاشتې په پیل کې د دغه ولایت امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابېدونکی وباله.

نوموړي دا څرګندونې د افغانستان د ملي امنیت شورا غونډې ته وکړې، چې په وینا یې د دغه ولایت امنیتي وضعیت د طالبانو په نامه د "پاکستاني جنګیالیو" له خوا ورځ تر بلې خرابېږي.

والي عبدالمجید خوګیاڼي د امنیت شورا ته ویلي و، چې "له شمالي وزیرستانه پاکستاني اورپکي" میدان وردګو ته راغلي او د طالبانو په نامه هلته ترهګریز فعالیتونه کوي.

میدان وردګ چې د کابل په ۳۵ کیلومترۍ کې موقعیت لري، له نسبتاً نارامو ولایتونو څه دی.

ورته مطالب