ډېوېډ کامېرون په ناڅاپي سفر افغانستان ته ورسېد

Image caption برتانیا بشپړ ډاډ راکړی. ولسمشر کرزی

د برتانیا لومړي وزیر ډېوډ کامېرون افغان حکومت ته ډاډ ورکړی، چې له طالبانو سره د سولې په پروسه کې ښکېل هېوادونه افغانستان کې د سولې غوښتونکي دي.

ښاغلي کامېرون دغه څرګندونې د هغو کنګوسو په غبرګون کې وکړې چې ګواکې ځينې هېوادونه هڅه کوي د سولې بهير په بل لوري بوځي او د ځان په ګټه يې وکاروي.

افغان ولسمشر حامد کرزي په زغرده وویل هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان د سولې بهير له خپل اصلي مسیره کوږ کړي او پر خلکو ملک الطوايفي تحميل کړي.

د افغانستان ولسمشر نن( جون ۲۹ ) کابل کې له لومړي وزیر ډېوډ کامېرون سره ګډه خبرې غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې برتانیا دې برخه کې بشپړ ډاډ ورکړی.

له وسله والو طالبانو سره د خبرو پیلولو لپاره د امریکايي هڅو په باب د پوښتنې په ځواب کې د برتانیا لومړي وزیر وویل:

" دا ډېره مهمه ده، چې افغانستان کې د پوځي حل تر څنګ د سیاسي حل لپاره لټون وشي."

له افغان ولسمشر حامد کرزي سره یوې ګډې خبرې غونډې ته په وینا کې لومړي وزیر وویل" دواړو هېوادونو له ۲۰۱۴ وروسته هم د ملګریتا لپاره "ګډ هوډ" کړی.

د هغه په وینا له ۲۰۱۴ وروسته به افغانستان کې د برتانیا ونډه د افسرانو روزنې یوه اکاډمۍ ده.

د نوموړي په خبره برتانوي محاربوي ځواکونه به دغه هېواد پرېږدي.

هغه وویل:

" له ۲۰۱۴ وروسته به د برتانیا هېڅ محاربوي ځواک په افغانستان کې موجود نه وي. برتانوي ځواکونه هېواد ته ستنیږي، دوی همدا اوس خپل هېواد ته درومي همدا اوس دغه چاره دوام لري. تر اوسه پورې موږ په ۱۳۰ مختلفو مرکزونو کې وو، خو اوس موږ په شاوخوا لسو بېسونو کې موجود یو او د کال تر پایه به ایله په څلورو هغو کې پاتې یو."

ښاغلی کامېرون نن په بوه ناڅاپي سفر افغانستان ته ورسېد. هغه لومړی هلمند ته لاړ، چې د هېواد ډېر ځواکونه یې په کې دېره دي او وروسته کابل ته لاړ، چې له ولسمشر کرزي سره یې لیدنه وکړه.

ورته مطالب