"لس کاله مخکې باید طالبانو سره خبرې شوې وای"

Image caption د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به افغان حکومت په لږ سیمو کنترول ولري. جنرال نېک کارټر

برتانوي جنرال نېک کارټر ویلي، لوېدیځ باید لسیزه مخکې له طالبانو سره دخبرو لپاره هڅه کړې وای، هغه مهال چې افغانستان کې د طالبانو حکومت نسکور شو.

د ناټو ځواکونو مرستیال مشر وايي، هغه مهال سیاسي حل موندل اسان و، ځکه طالبان له ماتې سره مخامخ وو.

جنرال کارټر له برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین سره خبرو کې دغه خبرې کړې.

د برتانوي جنرال دغه څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي، چې د امریکا د متحدو ایالتونو او طالبانو تر منځ خبرو کې خنډونه رامنځ ته کېږي.

جنرال کارټر دغه راز ویلي، چې له ۲۰۱۴ وروسته به، چې اییتلافي ځواکونه له افغانستان ووځي، افغان ملي امنیتي ځواکونه پوځي او مالي مرستو ته اړتیا ولري.

د نوموړي په خبره د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به افغان حکومت په لږ سیمو کنټرول ولري.

د ناټو ځواکونو مرستیال قومندان ویلی:

" زما په خیال په ۲۰۰۲ کې طالبان له شکست سره مخامخ وو او هغه وخت باید موږ فکر کړی وای، چې ټول افغان لوري د خبرو میز ته یو ځای شي او د راتلونکي په باب فکر وشي."

د نوموړي په خبره، هغه ستونزې، چې موږ د تېرې یوې لسیزې په موده کې ورسره مخامخ یو سیاسي دي او د سیاسي ستونزو حل یوازې خبرو کې موندل کېدای شي.

جنرال کارټر باور وښود، چې د ناټو له لوري افغان امنیتي ځواکونو ته د واک له لېږدول کېدو وروسته به طالبانو خبرو ته راضي شي.

د هغه په وینا، افغان امنیتي ادارې دومره پیاوړې شوې، چې وکولای شي راتلونکی کال د ټاکنو پر مهال امنیت خوندي کړي او د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د هېواد ثبات تامین کړي.

خو دې سره هغه زیاته کړه، چې افغان ملي اردو او پولیس به تر راتلونکو څو کلونو پورې مرستو ته اړ وي، ځکه د ده په وینا ډېر په بېړه جوړ شوي.

ورته مطالب