فواید عامې وزیر وايي سړکونه بې کیفیته جوړېږي

Image caption په تېره څه باندې یوه لسیزه کې په افغانستان کې په زرګونو کیلو متره سړکونه رغول شوي.

د افغانستان د فواید عامې وزیر وايي د سړکونو د رغولو په تړونونو کې له لویه سره له دغه هېواد سره جفا شوې او له همدې امله دغه سړکونه بې کیفیته دي او د لږې مودې په تېرېدو له منځه ځي.

په تېره څه باندې یوه لسیزه کې په افغانستان کې په زرګونو کیلو متره سړکونه رغول شوي، خو د دغو سړکونو ټیټ کیفیت خلک اندېښمن کړي دي.

دا اندېښنه هم شته چې که دا سړکونه په خپل وخت بیا و نه رغول شوي نو پر هغو لګېدلي میلیاردونه ډالر به له خاوره سره خاورې شي.

د فواید عامې وزیر نجیب الله اوژن چې د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې یې خبرې کولې په تړونونو کې د روڼتیا نشتوالی د دې ستونزې لامل بولي.

ښاغلي اوژن وویل په تېرو کلونو کې د څرنګوالي پر ځای څومره والي یا کیمیت ته ارزښت ورکول کېده او د سړکونو د رغولو په قراردادونو کې بې له حده زیاتی شوی.

نوموړي زیاته کړه په افغانستان کې واقعي شرکتونه نشته او داسې کورنۍ هم پېژني چې ځان ته د اتو شرکتونو خاوندان دي.

"واقعیت دا دی چې د افغانستان په سړکونو کې، زه د یو وزیر په توګه نه بلکې د یوه انجینیر په توګه دا وایم چې ظلم او زیاتی شوی، اشتباه شوې، هر څه شوي. دا هغه واقعیتونه دي چې هېڅوک یې نه شي پټولی."

ښاغلي اوژن په دې برخه کې د یو لړ ستونزو یادونه هم وکړه او زیاته یې کړه چې د غېر اختیاري بودجې په برخه کې هر څه د مرسته کوونکو له خوا ترسر کېږي آن دا چې تړونونو یې د همدوی له خوا کېږي.

خو د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي دې وزارت ته د ښاغلي اوژن د راتګ سره ، سره د دې وزارت په کارونو کې له تمې سره سم ښه والی نه دی راغلی او لاهم د سړکونو د رغولو چارې پڅې دي.

د ولسي جرګې بل غړی صاحب خان وايي روان مالي کال نیمايي ته رسېدلی خو د فواید عامې وزارت یوازې لس سلنه انکشافي بودجه لګولې ده.

د فواید عامې وزیر وايي په افغانستان کې د سړکونو د رغولو یو شمېر پروژې تر لاس لاندې دي چې یو له هغه څخه د ۵۵۰ میلیونه ډالرو په لګښت د شمال نه سویل ته غځېدلی سړک دی چې حیرتان له سپین بولدک سره نښلوي.

د هغه په وینا د دې سړک تخنیکي او اقتصادي ارزونه د دې پروژې د مالي ملاتړ کوونکي د اسیا پراختیايي بانک له خوا پیل شوې ده.

ورته مطالب